ویلیم موریس ډېوېس – William Morris Davis

د فیبروري په ۱۲ نېټه، کال ۱۸۵۰، په فیلادېلفیا کې زېږېدلی او د فیبروري په ۵ نېټه، کال ۱۹۳۴، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په پسادېنا کې مړشوی.
د متحده ایالتونو جغرافیه پوه، ځمکپوه او هوا پېژندونکی وو چا چې د جیو مورفولوجي ساینس رشته کشف او تاسیس کړې کومه رشته چې د ځمکې شکلونه مطالعه کوي.
په کال ۱۸۷۰ کې ېې له (Argentine Meteorological Observatory, Córdoba) سره د هوا پېژندنې د درې کلنې دورې کار پېل کړ. په کال ۱۸۷۶ کې د هارورډ پوهنتون (Harvard University) استاد شو چېرته چې تر کال ۱۹۱۲ پورې پاتې شو. د هوا پېژندنې په اړه ېې لیکنې پېل کړې چې لیکنې ېې ۱۸۹۴ د کالج لپاره درس وو او تر ۳۰ کالو لپاره په کالج کې د مضمون په توګه تدریس کېدې. په ۱۸۷۰ لسیزه کې د هغه پام د ځمکې د شکلونو لور ته واوښت او په همدې اړه ېې مطالعې او څېړنې پېل کړې چې په کال ۱۸۸۹ کې د (The Rivers and Valleys of Pennsylvania) په نامه د خپلو څېړنو پاېله خپره کړه.
په کال ۱۹۱۲ کې له خپل تقاوت څخه وروسته پوهنتونو کې یوه ورځنی لیکچر ورکوه او د ژوند ډېر وخت ېې لیکنو ته وقف کړ. په کال ۱۹۲۸ کې ېې د (he Coral Reef Problem) په نامه کتاب خپور کړ.
له ۵۰۰ لیکل شوو لیکنو او کتابونو ډېر نامتو ېې په کال ۱۸۹۸ کې (Physical Geography)، او په کال ۱۹۰۹ کې د (Geographical Essays) په نامه، په کال ۱۹۳۰ کې (Origin of Limestone Caverns) دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons