جان فرېډ رېک ډانیال – John Frederic Daniell

د مارچ په ۱۲ نېټه، کال ۱۷۹۰، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د مارچ په ۱۳ نېټه، کال ۱۸۴۵، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی.
د انګلستان کیمیا پوه او هوا پېژندونکی وو چا چې د ډانیال حجره کشف کړه کومه چې په ولټائیک حجره کې د پام وړ د پرمختګ لامل شوه دا حجره پخوا په بیټیریو جوړولو کې کارېده.
په کال ۱۸۲۰ کې ډانیال د پرخې د ټکي هایګرو متر یا د لوندوالي ارزونکی (dew-point hygrometer) کشف کړ (داسې اله چې د اتوموسفیر لوندوالی ښي). چې ډېرو خلکو دا اله وکاروله. په کال ۱۸۲۳ کې ېې د (Meteorological Essays and Observations) په نامه څېړنیزې لیکنې خپرې کړې. له دې وروسته ېې د لمریزو وړانګو د اغیز په اړه (Daniell’s Essay on Artificial Climate Considered) کتاب ولیکه. په کال ۱۸۳۱ کې د کیمیا لومړی استاد شو

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons