جان ډالټون – John Dalton

د سپټمبر په ۵ یا ۶ نېټه، کال ۱۷۶۶، د انګلستان د کمبرلینډ په ایګل فیلډ کې زېږېدلی او د جولای په ۲۷ نېټه، کال ۱۸۴۴، د انګلستان په مانچسټر کې مړ شوی.
د انګلستان کیمیا پوه او هوا پېژندونکی وو او د عصري اټومي تیوري یا نظرېې په پراخونه کې مخکښ ګڼل کیږي.
په کال ۱۷۹۳ کې ډالټون مانچسټر ښار ته ولاړ تر څو هلته په یوه کورس کې د زیاضي استاد شي، او له ځان سره ېې د خپل لومړي کتاب د ثبوت پاڼه هم وړې وه په کوم کې چې د هغه دهوا پېژندنې په اړه په یوازې ځان د څېړنو لیکنې شوې وې. د کتاب نوم ېې (Meteorological Observations and Essays) وو. ډالټون د هغې نظرېې خلاف نظر تاید کړ په کومه کې چې وېل شوي وو چې فضا د ۸۰% اکسیجن او ۲۰ نایتروجن مخلوط ده او دا ېې تایید کړه چې فضا د ډېرو عناصرو مخلوط ده. د فضا وړتیا ېې کچه کړه چې فضا څومره د اوبو بخار جذب کولای شي او په دې کې ېې د فشار او تودوخې د رول اندازه هم وکړه. جزئي فشار ېې د فزیکي قوانینو په اصطلاح ګانو کې تعریف کړ. د اټوم عصري تیوري او نورې چارې ېې نیمګړې دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons