د ځمکې طوپان یا جکړ – Derecho

دې طوپان ته (land hurricane, windstorm) نومونه هم اخلي. په یو مستقیم خط کې سفر کوي. ځانګړتیا ېې لنډ مهاله سخت باد ده او په یو ساعت کې ېې سرعت تقریبا ۹۳ کیلو متره ده. په کوم لور چې حرکت کوي د مخې خوا ېې زېان اړولی شي. په دې طوپان باندې نوم د لوا پوهنتون د فزیک استاد (Gustavus Hinrichs) دا هسپانوی نوم دېریکو په کال ۱۸۸۸ کې ایښی چې معنی ېې مستقیم یا سیده ده. دا طوپان هغه وخت رامنځته کیږي کله چې سړه او ګرمه هوا له تالندې او برېښنا لږ مخکې د ځمکې سطحې ته راکوزې شي. په شمالي امریکا کې ډېر معمولي ده. په مرکزي امریکا کې کم از کم یو ځل په کال کې راځي. له دې پرته په شرقي جرمني، بنګله دیش او هند کې هم دا طوپان راغلی. د دې طوپان تر اوسه درې ډوله پېژندل شوي یو ډول ېې (Serial derechos) ده چې په مني او پسرلي کې وي او د V شکل په څېر د اختلال څپې دي؛ د ځمکې سطحې ته نږدې وي او رادار ېې تشخیص کولای شي. بل ډول ېې (Progressive derechos) ده چې په اوړي کې وي. د برېښنا له کرښو رامنځته کیږي او اوږدوالی ېې تقریبا له ۶۴ تر ۴۰۰ کیلو متره پورې وي. بل ډول ېې (Hybrid derechos) ده کوم چې د پاسه دواړو طوپانون ځانګړنې لري او د راتلو امکان ېې تر نورو کم ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons