پرخه – Dew

د اوبو د څاڅکو ناسته یا رسوب ده چې په هوا کې د اوبو د بخار له غلظت یا یو ځای کېدو څخه رامنځته کیږي او د شپې لخوا په هغه شیانو پریوځي کوم چې ښکاره اسمان ته اېښودل شوي وي. پرخه په شنه اسمان کې هغه وخت پرېوځي چې کم باد وي او یا باد نه لږیږي. که چېرې د ځمکې د سطحې د تودوخې درجه کمه وي نو پرخه د یخ شکل اخلي چې په انګریزي ورته (hoarfrost or frost) وایي. د شپې لخوا د ځمکې سطحه کې ځنې توکي خپله تودوخه له لاسه ورکوي او د هوا په لور ېې لېږدوي لکه پاڼې، چمن، نور شنه واښه … چې پاېله ېې که چېرې فضا لوندوالی ولري دا لوندوالی د ځمکې سطحې ته را کوزیږي. داسې هم امکان لري که چېرې په هوا د کې د لوندوالي وزن زېات شي نو د ځمکې د سطحې په لور ناسته یا رسوب کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons