د پرخې ټکی – Dew point

د تودوخې هغه درجه ده په کومه کې چې فضا د اوبو د بخار جذب کولای شي او یا د اوبو بخار پکې خپرېدلای شي (که تودوخه کمه وي د یخ په کرسټال یا ورېځ بدلیږي). که په کم حجم کې د اوبو دبخار غلظت زېات وي نو د اوبو د بخار د پرخې ټکی لوړده. په وچه هوا کې د اوبو د بخار د پرخې ټکی کم وي. د پرخې ټکی د فضا لوندوالی ښي چې په فضا کې لوندوالی کم ده که ډېر. په هوا پېژندنه کې دا اصطلاح د ورېځو د لوړوالي د ښونې لپاره کاریږي. که چېرې ورېځ لوړه وي د ټراپوسفېر پاسه برخه ډېر سړه ده نو په کرسټال یا یخ بدلیږي او که لاندې وي د اوبو په څاڅکو او یخ یا یوازې د اوبو په څاڅکو بدلیږي چې د کم باران لامل ګرځي. 


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons