ویلیم هینري ډاینس – William Henry Dines

د اګسټ په ۶ نېټه، کال ۱۸۵۵، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۹۲۷، د انګلستان د اکسفورډ شایر په بېنسون کې مړ شوی.
د انګلستان هوا پېژندونکی وو چا چې داسې اله اختراع کړه د کومې په ذریعه چې د هوا ځانګړنې یا خواص کچه کیدای شي. ډاینس له (Corpus Christi College, Cambridge) څخه فارغ شوی وو. وروسته ېې د باد سرعت ته پام واوښت چې د فشار یو تونل یا پایپ (anemometer) ېې اختراع کړ. دا پایپ یا تونل لومړی اله وه د کومې په ذریعه چې د هوا سرعت او جهت مالومیدای شو. د فضا د پاسه برخې لپاره ېې په بالون او نورو وسایلو کې همدا پایپ وکاروه تر څو د فضا د پاسه برخې د باد سرعت او جهت مالوم کړي. د (Royal Meteorological Society) لخوا په کال ۱۹۳۱ کې د ډاینس ټولې لیکنې اوکتابونه خپاره شول.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons