جورجیوس آگریکولا – Georgius Agricola

په لاتیني ژبه ېې نوم (Georgius Agricola) او په جرمني ژبه ګیورګ باور (Georg Bauer) لیکل کیږي. د مارچ په ۲۴ نېټه، کال ۱۴۹۴، د جرمني د ګلاو خاو په سکسوني کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۱، کال ۱۵۵۵، په کمنیتز کې مړ شوی.
د جرمني محقق او ساینس پوه وو چې د منرالوژۍ پلار ګڼل کیږي. یو بشردوسته د لوړو زده کړو لرونکی محقق وو چې د هغه د وخت محققان او د وروسته وخت خلک ېې خورا زېات احترام کوي. د واک لرونکو لخوا ېې د تیوریانو لیکلو لپاره فوق العاده ازادي لرله لمړی کس وو چې د کتنې له لارې ېې د طبیعي ساینس بنسټ کېښود او د طبیعي ساینس په اړه ېې اټکل شوو نظرونو ته د پای ټکی کېښود. د دو نتورا فوسیلیم (De natura fossilium) په نامه کتاب ېې د ذوب او کان کیندنې په اړه لیکل شوی. دا کتاب د منرالوژۍ لمړی کتاب ګڼل کیږي په کوم کې چې منرالونه د ساینس له مخې طبقه بندي شوي او په فزیکي ځانګړتیاو له یو بل سره توپیر شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons