عقیق – Agate

عقیق نیمه قیمتي سیلیکا منرال (silica mineral) ده، د کلسېدوني (chalcedony) یو ډول ده چې د مختلفو رنګونو او روڼتیا په ډلو کې پیدا کیږي. عقیق اساسا یو کوارټز (quartz) ده .
په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. د امریکا په غربي ایالتونو کې خورا زېات تولیدیږي؛ واشنګټن، ایداهو، اورېګان او مونتانا ایالتونه د قیمتي کاڼو لوېې سرچینې دي. عقیق زېات د اور شیندنې په ډبرو، په سمڅو یا غارونو کې او د اورشیندنې په زړې لاوا (lava) کې پیدا کیږي. عقیق له یو بل سره تړلی جوړښت لري، په کومو سمڅو کې چې پیدا کیږي طبقې ېې پر له پسې یا یو بل پسې دي او تقریبا د سمڅو اړخونو سره موازي دي چې ممکن په لاندې توګه ېې جوړښت رامنځته شوی وي:
له ځمکې د ځمکې سطحې ته د راوتونکې لاوا، بخار او یا نورو ګازونو د راوتلو پر وخت او کله ېې چې تودوخه سړه شوې وي کلکوالی پکې پیدا شوی وي نو ممکن د سمڅې یا غار شکل ېې اخیستی وي، له دې وروسته دې ډبرو هغه اوبه وچې کړي چې دې سیمې ته بهېدلي او له ځان سره ېې سیلیکا لرله چې له وچېدو وروسته دغه جېل په کوارټز یا سیلیکا بدل شوي وي.
عقیق د سیلیکا (silica) کریپټوکریسټالین (cryptocrystalline) ډول ده په عمده توګه کلسېدوني ده. په مختلفو ډبرو کې پیدا کیږي خو د اور شیندنې له ډبرو (volcanic rocks) سره تړاو لري او په ځینې میټامورفیک ډبرو (metamorphic rocks) کې هم عام ده.
نوم ېې د یونان یو فیلسوف او طبعیت پوه تیو فراستوس (Theophrastus) ېې نوم ایښی چا چې د درېمې او څلورمې پېړۍ تر منځ د زېږون له کال څخه مخکې په لمړي ځل دا ډبره د اکېټس سیند (Achates) په غاړه کې پیدا کړه. تقریبا ۳۰۰۰ کاله وړاندې د اکېټس له سیند څخه چې اوسمهال ېې نوم دیریلو (Dirillo) ده عقیق او نور د کلسېدوني ډولونه لاسته راوړل کېدل.
په صنعت کې هم له دې ډبرې کار اخیستل کیږي ځکه چې ډېره ښویه سطحه لري او کیمیاوي حملې سره خپل مقاومت ښي. له اوږدې مودې له عقیق څخه د لابراتوارو د چړې لپاره تېره څوکه جوړیږي، د ساعتونو راځوړند ثانیه ګر ورڅخه جوړیږي، اونګ ورڅخه جوړیږي تر څو کیمیاوي توکي میده کړي. د چرم چکش هم ترې جوړېږي. په ښکلا کې ېې کارېدنه د سنچاقونو په سرونو او ګاڼو کې ده. له دې پرته ترې د کاغذ پرې کولو چړې، د رنګ لپاره ډبلي، مرمر، سریښ لرونکي یا نښلونکي، نښلېدونکي ورڅخه تولیدیږي.
کوم کار کوونکو چې په هند او چین کې د عقیق په صنعتي فابریکو کې کار کړی ډېر په تبرکلوز تا نري رنځ (tuberculosis) او د ساه اخیستنې ناروغۍ لکه سیلیکوزیس (silicosis) باندې اخته شوي.

عمومي ځانګړنې

 

د کلسېدوني ډول کټګوري
SiO2 silicon dioxide فورمول
مایکرو کرسټالین رومبوهډرال د سټرنز طبقه بندي

پېژندنه

 

له سپین تر خړ، پیکه نیله، له نارنجي تر سور، تور، د رنګونو یوالی رنګ
کریپټو کرسټالین سیلیکا د کرسټال عادت
6.5–7 کلکوالی (mohs)
موم ته ورته ځلا (luster)
سپینه خط یا کرښه (streak)
نیمه روڼ یا نیمه شفاف روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity)
2.58–2.64 ځانګړی وزن (Specific gravity)
1.530–1.540 نوري ځانګړتیاوې (Optical properties)
+0.004 (B-G) تر د انکسار شاخص (Refractive index)

 

د عقیق ډولونه په لاندې انځورونو کې وګورئ
 

سرچینې:

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons