اجیرین – Aegirine

یو پروکسین منرال (pyroxene mineral)، سودیم او د وسپنې سیلیکاټ ده چې د اورشیندنې په الکلین ډبرو (alkaline igneous rocks) کې پیدا کیږي په ځانګړې توګه په ساینایټ (syenites) او ساینایټ پېګماټایټ (syenite pegmatites) ډبرو کې. همداسې په کرسټالین شیستونو (crystalline schists) کې هم پیدا کیږي.

په دوامداره توګه د اجیرین اوجیت (aegirine-augite) سره کیمیاوي لړۍ جوړوي په کوم کې چې کلسیم د سودیم ځای نیسي او مکنیزیم او المونیم د وسپنې ځای نیسي. په دې لړۍ کې کرسټال ته اکمایټ (acmite) نوم ورکول کیږي.

د اینو سلیکاټ (clinopyroxene)د کلینوپروکیسن (inosilicates)ګروپ غړی ده. کیمیاوي فورمول ېې NaFeSi2O6 ده په کوم کې چې وسپنه Fe3+ په توګه موجوده ده

د نازک کرسټال له امله نامتو ده چې پای ېې خورا زېات له نورو کرسټالونو سره توپیر لري. ډېر ځلېدونکي (lustrous) شکلونه ېې کلاسیک دي. د ۱۸۰۱–۱۸۸۲ کلونو ترمنځ د یو نارویجي منرال پوه هانس مورټېن ترېن اېسمارک (Hans Morten Thrane Esmark) لخوا ېې نوم ټاکل شوی. نوم ېې د اګیر یا اجیر سمندر (Aegir, a mythical Norse sea god) څخه اخیستل شوی چېرته چې د امنرال په لومړي ځل موندل شوی وو.
 

 

عمومي ځانګړنې

 

سیلیکاټ منرال، پروکسین کټګوري
NaFe3+[ Si2O6] فورمول
9.DA.25 د سټرنز طبقه بندي
مونوکلینیک د کرسټال سیستم
منشوري (Prismatic 2/m) د کرسټال کلاس
C2/c د فاصلې ګروپ
a = 9.658, b = 8.795
c = 5.294 [Å], β = 107.42°;Z = 4
د حجرې واحد

 

پېژندنه

 

تور شین، تېز شین رنګ
منشوري کرسټال، فایبر لرونکی یا ریښې لرونکی، وړانګیز د کرسټال عادت
ساده یا د تورې زېرې ته ورته دوه ګونیتوب (lamellar twinning) دوه ګونیتوب
په غېرې مساوي توګه ماتېدنه
6 کلکوالی (mohs)
ښیښه اي لږ د ونې زېړ کنډ ته ورته (resinous) ځلا (luster)
خړ او زېړ ته ورته خط یا کرښه (streak)
روڼ یا شفاف تر غېرې شفاف (Translucent to opaque) روڼتیا یا شفافیت (Diaphaneity)
3.50 – 3.60 ځانګړی وزن (Specific gravity)
دوه محوره Biaxial (-) نوري ځانګړتیاوې (Optical properties)
nα = 1.720 – 1.778 nβ = 1.740 – 1.819 nγ = 1.757 – 1.839 د انکسار شاخص (Refractive index)
δ = 0.037 – 0.061 دوه ګونی انکسار (Birefringence)
له ۶۰° تر ۹۰° 2V زاویه

د اجیرین ډولونه په لاندې انځورونو کې وګورئ

سرچینې :
https://en.wikipedia.org/wiki/Aegirine

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons