ادولاریا – Adularia

یو فلډ سپر منرال (feldspar mineral) او پوتاشیم آلومینوسیلیکاټ (potassium aluminosilicate) ده. معمولا په بې رنګه، ښیښه اي، منشوري، دوه ګونی منرال وي او د فلزیکي پلوټونیک ډبرو (felsic plutonic rocks) په رګونو کې چې کمه تودوخه لري په کرسټیالین شیستونو (crystalline schists) پیدا کیږي. ځینې ادولاریا شیدو ته ورته یا اپالسیستون (opalescent) رنګ ښي چې د سپوږمۍ ډبره (moonstone) نوم ورته اخلي. ادولاریا او اورتوکلېز (orthoclase) یو بل ته ورته منرالونه دي خو ادولاریا پسیدو اورتورهومبیک (pseudo-orthorhombic) ده. یوازې ېې لږ توپیر د انکسار په شاخصونو، په هغه تودوخه کې چې سنیداین (sanidine) ته ېې بدلوي، او محوري زاویه کې ده.
ځنې منرال پېژندونکي ېې د اورتوکلېز(Orthoclase) یا سنیداین (Sanidine) له روڼ تر نیمه روڼ پورې ډول ګڼي.
نوم ېې په کال ۱۷۸۰ کې اېرمیني ګیلیدو پیني (Ermenegildo Pini) ایښی. د کمې تودوخې لرونکی د اورتوکلېز ډول ده او کمه اندازه نا منظم مایکرو کلاین (Microcline) ده.
په لمړي ځل د ادولا مسیف کان (Adula Massif, Ticino (Tessin), Switzerland) چې د سویس په تیسینو کې ده ا دولاریا پیدا شو او وپېژندل شو.

 

کیمیاوي فورمول

KAlSi3O8
د کرسټال سیستم مونوکلینیک
نیکل سټرونز 9.FA.30
په فورمول کې د عناصرو نوملړ Al, K, O, Si
مترادف نوم Adulare

د ادولاریا ډولونه لاندې انځورونو کې وګورئ

 

سرچینې:
Sources:

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons