اکتینولایټ – Actinolite

اکټینولایټ او ټریمولایټ دواړه سره ډېر ورته منرالونه دي چې له یو بل سره یوه لړۍ جوړوي او اساسا یو کیمیاوي فورمول سره شریکوي.
د اکټینولایټ په کیمیاوي جوړښت کې شین رنګ وسپنه تولیدوي. په هر ډول کې ېې د وسپنې کچه توپیر لري او په همدې وجه ېې شین رنګ کې هم توپیر وي. څومره چې وسپنه پکې زېاته وي همدومره ېې رنګ تېز شین وي.
اکټینولایټ او ټرېمولایټ خپله کې څو پېژندل شوي ډولونه سره شریکوي لکه د غره چمړه یا چرم (Mountain Leather) چې ډبل فایبر یا ریښې لري او ورېښمینه ځلا لري، د کش کېدو وړ فایبر یا ریښې لري. نفرایټ ېې بل ریښې لرونکی یا فایبر لرونکی ډول ده چې سختې له یو بل سره وصل یا تړلې او پېچلې ریښې یا فایبر لري. زیات غلیظ او کلک وي چې ریښې ېې سمې نه لیدل کیږي. نیمه روڼ یا نیمه شفاف نفرایټ یا ښه رنګ لرونکي نفرایټ د جېډ (jade) په کټګورۍ کې شاملیږي.
په اکټینو لایټ او ټرېمولایټ دواړو کې د ازبېسټوس (asbestos) شکل شامل ده کوم چې د خوځېدو او کش کېدو وړ فایبرونو یا ریښو څخه جوړ شوی. اکټینولایټ ازبېسټوس جوړښت یا شکل لږ عام ده، ډېر جوړښتونه ېې په حقیقت کې ټرېمولایټ دي. دا ډول منرالونه ډېر روغتیایي خطرونه لري.

اکټینولایټ د کلسیم، مګنیزیم، او د وپسنې د سلیکاټ په لړۍ کې د ټریمولایټ-اکټینولایت یو امفیبول (amphibole) منرال دی. دې لړۍ کې منرالونه په سیمه ایزه توګه میټاموفوز شوو ډبرو (metamorphosed rocks) کې پرېمانه وي لکه شیستونه (schists). ټریمولایټ ممکن له هوا، اوبو او یا بیولوجیکي غړو سره له اړیکې (weathering) وروسته دواړه اکټینولایټ او ټریمولایت په کلورایټ (chlorite) یا کاربونېټ (carbonates) بدل شي. کوم غړي ېې چې د مګنیزیم په ریښو یا فایبرونو غني دي د اور سره مقاومت کوونکي یا ازبېسټوس (asbestos) دي؛ دا ډولونه ېې ځینې وخت د امفیبول ازبېسټوس (amphibole asbestos) په نامه هم یادېږي او داسې توکي تشکیلوي چې ابزېسټوس نوم ورته کارېدلی شي. فایبرونه ېې خورا زېات ورېښمین دي او د پام وړ د کش کېدو وړتیا لري. کومې چې د نریو پاڼو په بڼه دي؛ د غره د چرم (mountain leather) په نامه یادیږي، کوم چې په پرېړو پاڼو کې موندل کیږي د غره کارک (mountain cork) ورته وایي. د کارک څخه موخه د کارک لرګی دی، کوم چې په غونډارو کې پیدا کیږي غټ لرګي یا سټې ته ورته دي او د غره د لرګي (mountain wood) په نامه یادېږي.

امفیبول سیلیکاټ منرال ده

کیمیاوي فورمول ېې :

Ca2(Mg4.5-2.5Fe2+0.5-2.5)Si8O22(OH)2

 اکتینولایټ نوم ېې له یوناني لفظ [aktis (ἀκτίς)]څخه اخیستل شوی او معنی ېې  وړانګه (شعاع) ده ځکه چې دا منرال فایبري یا رېښې لرونکی طبیعت لري. اکتینولایټ د جامد محلول په لړۍ کې د مګنیزیم غني ټریمولایټ چې کیمیاوي فورل ېې

Ca2(Mg5.0-4.5Fe2+0.0-0.5)Si8O22(OH)2

او په وسپنه غني وسپنیز اکټینولایټ چې کیمیاوي فورمول ېې

Ca2(Mg2.5-0.0Fe2+2.5-5.0)Si8O22(OH)2

تر منځ منځګړی غړی ده.

په میټامورفوز شوو ډبرو کې پیدا کېږي. په مګنیزیم غني دلایم سټون ډبرو د میټامورفېزم تولید په توګه هم پیدا کیږي. یو بدلون موندلي تولید ته، چې اساساً پیروکسن (pyroxene) وي او د ترکیب زېاته برخه ېې اکټینولایټ وي د یورالایټ (uralite) نوم اخیستل کیږي. د میټامورفوز شوو ګابرو (gabbro) او ډیاباز د ډبرو (diabase rock) بدن چې اېپیډیورایټ (epidiorite) پېژندل کیږي، د پام وړ د یورالایټ بدلونونه پکې شته دي.
فایبر لرونکې یا ریښې لرونکي اکټینولایټ د ازبېسټوس له شپږو پېژندل شوو ډَولونو یو ډَول دی. فایبرونه ېې ډېر واړه دي او کولای شي د ساه اخیستنې له لارې سږو ته ننوځي چې د آلوئول یا آلوئولي (alveoli) د سږو د وړو پوکاڼۍ ډَوله کڅوړو د له منځه تلو لامل ګرځي.
ځینې ډَولونه ېې ګاڼه یا ګرانبیه ډبره (gemstone) ګڼل کیږي چې په دې کې یو ډول ېې نفرایټ (Nephrite) ده او د جېډ ډبرې له دوه ډولونو څخه یوه ده. بله ګاڼه یا قیمتي ډبره چټویانټ (chatoyant) ده چې د پیشو سترګه اکټینولایټ (cat’s-eye actinolite) هم ورته وېل کیږي. دا ډبره نیمه روڼه (translucent) تر ناروڼې(غېرِ شفافې (opaque)) ډبرې پورې لري. رنګ ېې شین او زېړ رنګه شین ده. شفافه او روڼه (Transparent) اکټینولایټ ډبره کمه پیدا کیږي.

نوم ېې په کال ۱۷۹۴ کې رېچارډ کیروان (Richard Kirwan) ایښی چې له یوناني لفظ څخه ېې اخیستی.

نوټ: ټرېمولایت په خپل ترکیب کې د مګنیزیم نسبت لري Mg/(Mg+Fe2+) ratio ≥ 0.9

او اکټینولایټ نسبت بیا  0.5–0.9 ده د وسپنیز اکټینولایټ نسبت له 0.5 کم ده

د اکټینولایټ نور نومونه یا مترادف نومونه

Actinolithe
Actynolite
Attinoto
Stibolite
Stralite
Zillerthite
Zillertite

د اکټینو لایټ نوري مالومات

Type: Biaxial (-)
RI values: nα = 1.613 – 1.646 nβ = 1.624 – 1.656 nγ = 1.636 – 1.666
2V: Measured: 79° to 86°, Calculated: 78° to 82°
Max Birefringence:  δ = 0.023

دوه اړخیزه انکسار یا د نور انعکاس (Birefringence) ېې لاندې انځور کې ده دا انځور په 30µm ډبلوالي کې د رنګونو لړۍ ښي کوم چې د منرالونو  په رنګ کې نه شمېرل کیږي.

د اکټینولایټ په ترکیب کې عناصر  : Ca, Fe, H, Mg, O, Si

 

د نیویارک د پییر پونټ اکټینولایټ کرسټال. روڼ یا شفاف دي
د تېز شین رنګ اکټینولایټ کرسټال، نیمه روڼتیا لري
د کاناډا د اونتاریو اکټینولایټ، تېغ ته ورته شکل کې، نوري کرسټال، سخت او غلیظ
روڼ یا شفاف، اوږد، شین رنګ لرونکی اکټینولایټ کرسټال
د ناروې د سلېلاس وان اکټینولایټ
ځلېدونکي د تېز شین رنګ اکټینولایټ کرسټال
عمومي ځانګړڼې

 

انو سیلیکېټ (Inosilicates) کټګوري
Ca2(Mg4.5-2.5Fe2+0.5-2.5)Si8O22(OH)2 فورمول
9.DE.10 د سټرنز طبقه بندي
مونوکلینیک د کرسټال سیستم
منشوري  2/m (Prismatic) د کرسټال کلاس
C2/m د واټن ډله (space group)

پېژندنه

زېړ رنګه تر تېز شین پورې، زېړ رنګه تور، کله چې په ازبېسټوس کې وي خړ یا سپین رنګ
تېغ ته ورته (bladed)، ریښیي (fibrous)، نوري او وړانګیز (radial) د کرسټال عادت
ساده یا د تورې ضد زِرِه او زغَرې ته ورته (lamellar) دوه ګونیتوب
په بشپړه توګه اوږد وېش
نابرابره یا په غیرِ مساوي توګه ماتېدنه
5–6 د سختۍ کچه (Mohs scale)
ښیښه اي او تیاره ځلا (luster)
سپینه خط یا کرښه (streak)
نیمه روڼ یا نیمه شفاف تر روڼ یا شفاف روڼتیا (Diaphaneity)
3.00 (+0.10, -0.05) خاص وزن (Specific gravity)
دوه محوره Biaxial (-) نورې ځانګړتیا (Optical properties)
nα = 1.613–1.628
nβ = 1.627–1.644
nγ = 1.638–1.655
د نور د انعکاس یا انکسار نوملړ (Refractive index)
0.0250-0.0270 دوه اړخیزه د نور انکسار یا انعکاس

(Birefringence)

78–82° (calc), 84–73°

2V زاویه

 

د ګروپ غړي

Ferro-actinolite ☐{Ca2}{Fe52+}(Si8O22)(OH)2
Ferro-fluoro-actinolite ☐{Ca2}{Fe5}(Si8O22)F2
Fluoro-tremolite ☐{Ca2}{Mg5}(Si8O22)F2
Tremolite ☐{Ca2}{Mg5}(Si8O22)(OH)2

 

سرچینې :
Sources: 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons