اکانتایټ – Acanthite

د سپینو زرو سلفایډ یا د سلور سلفایډ یو منرال (silver sulfide mineral Ag2S) ده. د سپینو زرو له نورو منرالونو سره د سلفایډ په (Kongsberg, Nor.; Kremnica, Slovakia; Zacatecas, Mex.; and the Comstock Lode, Nev., U.S) زېرمرمو کې ښه پرېمانه ده.
ارجنټایټ (Argentite) د اکانټایټ (acanthite) د لوړې تودوخې لرونکی شکل ده. د نورو مختلفو سلفایډونو (sulfides) په څېر لکه د سپینوزرو (silver) او د مسو (copper) سیلینایډ (selenides) او ټیلورایډ (tellurides)، ارجنټایټ په لوړه تودوخه کې د ایزومیټریک کرسټال (isometric crystals) شکل جوړوي. کله چې دا کرسټال سوړ شي له ایزو میټریک (مکعبي) شکل څخه مونوکلنیک (monoclinic) شکل ته بدلیږي خو له بهر خوا ېې ښکارېدنه کې کوم توپیر نه راځي.
اکانټیاټ د سلور سلفایډ یا د سپینوزرو د سلفایډ (silver sulfide) یو شکل ده. کیمیاوي فورمول ېې (Ag2S) ده. د ۱۷۳ °C یا (۳۴۳ °F) څخه په کمه تودوخه کې د سلور سلفایډ ثابت شکل ده. له یادې شوې تودوخې په لوړه تودوخه کې ېې ارجنټایټ ثابت شکل ده. کله چې ارجنټایټ له یادې شوې تودوخې په کمه تودوخه کې سوړ شي نو ایزومیټریک یا مکعبي (isometric crystals) شکل ېې د اکانټایټ مونوکلینیک (monoclinic) شکل ته بدلیږي. اکانټایټ یوازینی شکل ده چې د هوا په نورماله تودوخه کې موندل کیږي.
اکانتایټ (Acanthite) په معتدله کمه تودوخه کې د سپینو زرو (silver) یوعام منرال ده، د هایدرو مترال په رګونو (hydrothermal veins) او په هغه زون کې چې په منرالونو غني (supergene enrichment) وي د سپینو زرو سره په تړاو کې له پایراجیراټ (pyrargyrite)، پروسټایټ (proustite)، پولي باسایټ (polybasite)، سټېفانایټ (stephanite)، اګیلرایټ (aguilarite)، ګالېنا (galena)، کالکوپیرایټ (chalcopyrite)، سفالېرایټ (sphalerite)، کلسایټ (calcite) او کوارټز (quartz) سره پیدا کیږي.
اکانتایټ (Acanthite) په لمړي ځل په کال ۱۸۵۵ کې، کله چې د [Jáchymov (St Joachimsthal) District, Krušné Hory Mts (Erzgebirge), Karlovy Vary Region, Bohemia, Czech Republic] په سیمه کې وموندل شو تشریح شو. نوم ېې له یوناني لفظ اکانتا (akantha) څخه اخیستل شوی چې ازغي یا د نیزې په معنی ده کوم چې د دې منرال د کرسټال شکل ته رجوع کوي.
د اکانتایټ په ترکیب کې ډېره برخه سپین زر (silver) دي. او با ارزښته د معدن ډبره ده. اکانتایټ او ارجنټایټ معمولا د منرالونو په لارښونه کې د یو منرال په توګه ډله شوي. سره له دې چې له ورته توکو ترکیب شوي مګر بیا هم د ساینس له مخې دوه جلا منرالونه دي. د دواړو تر منځ توپیر د کرسټال جوړښت او شکل کې ده. په نورمال تودوخه کې د ارجنټایټ موجودیت یا شتون نا ممکن ده. د ارجنټایټ نوم له لاتیني لفظ (argentum) اخیستل شوي او معنی ېې سپین زر (silver) ده.
اکانتایټ دوه ډولونه لري: مونوکلینیک اکانتایټ (هغه اکانتایټ چې په طبعي توګه ترې اکانتایټ جوړیږي او له ارجنټایټ څخه وروسته پسیډو مورف (pseudomorph) ندي – پسیډو مورف هغه کرسټال ته وایي چې شکل ېې د بل منرال وي خو ترکیب کې ېې بل منرال موجود وي.) بل ډول له ارجنټایټ وروسته پسیډو مورف اکانتایټ (Acanthite pseudomorph) ده.
د اکانتایټ تر ټول ښه ډول د ناروې د کونسګبرګ (Kongsberg, Norway) په سیمه کې پیدا کیږي چې له سپینو زرو سره ګډ وي. نور با ارزښته ډولونه ېې د جرمني دي چې د تور ځنګل (black forest) په کلارا او وینزل معدن (Clara and Wenzel mines) کې موندل کیږي، د جرمني په فریبرګ (Freiberg)، شین برګ (Scheenberg) او په ساکسوني (Saxony) کې ېې هم ښه ډولونه شته دي. د مراکش (Morocco) د اېمایټر معدن زېرمه (Imiter Mine) کې هم ډېر ښه ډولونه شته دي. له دې پرته د چین په شانکسي ولایت کې د هونګدا معدن زېرمه (Hongda Mine, Shanxi Province, China) کې هم با ارزښته اکانتایټ شته.
په جنوبي امریکا کې په (Uchucchacua Mine, Oyon Province, Peru) د معدن زېرمو کې موندل کیږي. په مکسیکو کې هم د دې معدن خورا زېاتې زېرمې شته خو تر ټولو زېاته د پام وړ په چيهواهوا (Chihuahua) کې بابتوپیلاس (Batopilas) ده.
په متحده ایالتونو کې په (Comstock Lode, Virginia City, Nevada; Butte, Silver Bow Co., Montana; the Bulldog Mountain Mine, Creede District, Mineral Co., Colorado; and the White Pine Mine, Ontonagan Co., Michigan) پیدا کیږي او په کاناډا کې د کوبالت د سپینو زرو په زېرمه کې اکانتایټ لاسته راوړل کیږي چې د زېرمې او ښار نوم ېې (mines of Cobalt, Timiskaming District, Ontario) ده.
د مکسیکو د سونارو په ارزیپ سیمه کې د چیسپاس معدن اکانتایټ
د مکسیکو د ګواناواتو سیمې د رئیاس معدن د کلاسیک اکانتایټ ډول
اکانتایټ په کلسایټ کې

عمومي ځانګړتیاوې

Ag2S فورمول
2.BA.30a سټرانز
مونوکلینیک د کرسټال سیستم
Prismatic (2/m) د کرسټال کلاس
پیژندنه
وسپینیز تور رنګ
کم اساسي کرسټال، منشوري یا اوږد منشوري، ۰۰۱ کې اوږد شوی، نلوزمه یا نل ته ورته؛ غټ. د لوړې تودوخې له مکعبي مرحلې وروسته معمولا پارامورفیک یا د شکل تغیر کولو ځانګړنه لرونکی (ارجنټایټ) د اصلي مکعبي یا اته اضلاعو یا ضلعو لرونکی عادت د کرسیټال عادت
په ۱۱۱ کې پولي سنټیتیک او ممکن د برعکس کېدو له امله ډېر پېچلی؛ په ۱۰۱ کې اړیکه دوه ګونیتوب
نامالوم وېش یا درزونه
نا مساوي یا نا برابره کسر یا ماتېدنه
2.0 – 2.5 د سختي یا موس، مهس یا محس کچه
فلزي ځلا
تور خط یا کرښه
غېرې شفاف روڼتیا یا شفافیت
7.20 – 7.22 ځانګړی وزن
د جرمني د ساکسوني اکانتایټ
د جرمني د ورتمبرګ اکانتایټ
د پېرو د اویون ایالت اکانتایټ

د اکانتایټ نوري مالومات (Optical Data of Acanthite)

 

400nm R=32.8%
420nm R=32.9%
440nm R=33.0%
460nm R=33.1%
480nm R=33.0%
500nm R=32.7%
520nm R=32.0%
540nm R=31.2%
560nm R=30.5%
580nm R=29.9%
600nm R=29.2%
620nm R=28.7%
640nm R=28.2%
660nm R=27.6%
680nm R=27.0%
700nm R=26.4%
انکسار

د مختلفو څپو په طول کې ېې پورتنی ګراف په nm باندې د انعکاس توپیر ښي. د انعکاس اوج ېې 33.1% ده

د اکانتایټ کیمیاوي ځانګړنې (Chemical Properties of Acanthite)

 

Ag2S فورمول
  په ورته کیمیا کې د منرالونو لټونAgS په فورمول کې لست شوي عناصر
21548-73-2

د CAS د ثبت نمبر د امریکایی کیمیائی ټولنې لخوا خپریږي

 

د CAS دثبت شمیره
Se عامه ناخالصي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مونوکلینیک د کرسټال سیستم
منشوري – 2/m

یا

2/m – Prismatic

 

کلاس (H-M)
P21/m د فاصلې ګروپ
a = 4.229 Å, b = 6.931 Å, c = 7.862 Å
β = 99.61°
د حجرې پارامیتر (Cell Parameters)
a:b:c = 0.61 : 1 : 1.134 نسبت (Ratio)
V 227.21 ų

(د حجرې له واحد څخه محاسبه شوې)

د حجرې د حجم واحد (Unit Cell Volume)
4 z

 

معمولا مکعب ته ورته او یا اته ضلع لرونکي کرسټال شکل کې پیدا کیږي. د مونوکلینیک کرسټال ېې د ازغي شکل کې هم پیدا کیږي او معمولا په کچه کې مایکروسکوپي وي. اساسي کرسټالونه ېې ډېر کم دي

منشوري یا اوږد منشوري، ۰۰۱ کې تر 2.5 cm اوږد شوی ممکن نلوزمه یا نل ته ورته غټ.

 

د جوړښت یا شکل مطالعه (Morphology)

 

 

له نورو ډولونو سره د اکانتایټ اړیکه

د اکانتایټ ګروپ غړي

 

Ag4SeS

اګیلرایټ (aguilarite)
Ag4TeS سروې لایټ (Cervelleite)
پایراجیراټ (pyrargyrite)

پروسټایټ (proustite)

پولي باسایټ (polybasite)

سټېفانایټ (stephanite)

اګیلرایټ (aguilarite)

ګالېنا (galena)

کالکوپیرایټ (chalcopyrite)

سفالېرایټ (sphalerite)

کلسایټ (calcite)

کوارټز (quartz)

 

ګډ ملګري
اړوند منرالونه – د نیکل سټرونز ډله (Related Minerals – Nickel-Strunz Grouping)
د اکانتایټ لپاره نور نومونه یا مترادف نومونه (synonyms)

 

Acantite Akanthite

 

α-Argentite

 

Argentite-beta

 

Argentite-β

 

Argyrite

 

Argyrose

 

Beta-Argentite

 

β-Argentite

 

Daleminzite

 

Henkelite

 

Para-Silberglanz

 

Silver Glance

 

Vitreous Silver

 

Weicherz

 

سرچینې:
Sources :

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons