منګوسټین – Mangosteen

د کورنۍ نوم ېې کلوزیا سیای (Clusiaceae)، د ډول نوم ېې (Garcinia mangostana) او اصلي ځای ېې جنوب شرقي اسیا ده. په میانمر (برما) کې د دې ونې له میوې یو ډول خواړه پخیږي. د ونې لوړوالی ېې تر ۹.۵ متره پورې رسیږي خو ډېره ورو وده کوي. یوازې یوه ونه ېې په یو فصل کې تر ۱۰۰۰ میوو پورې تولیدوی شي.
پاڼې ېې تېز شین رنګ لري او اوږدوالی ېې ۱۵–۲۵ سانتي متره پورې رسیږي. له ډېره پخوا په ایندو چین (Indochina)، جاوا (java)، سوماترا (Sumatra) او فلپاین کې کرل کیږي. په اندونیزیا کې ېې ډېر خلک د خپل کور د دراوزې مخې ته کري.
میوه ېې په ونه کې پخیږي او له شکولو وروسته باید ډېر کم وخت وساتل شي او په همدې وجه یوازې په سیمه ایزو مارکیټونو کې پیدا کیږي او د صادرولو وړ ندي. ونه ېې له ۸ تر ۱۵ کلونو پورې پوره وده کوي او په لمړي ځل حاصل کوي.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons