جکوب بي ارکنېس – Jacob Bjerknes

د نومبر په ۲ نېټه، کال ۱۸۹۷، د سوېډن په سټوکهلم کې زېږېدلی او د جولای په ۷ نېټه، کال ۱۹۷۵، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په لاس انجلس کې مړ شوی.
نارویجی امریکایی وو چې د ګرد باد طوفان کوم چې کم د فشار مرکز لري په اړه ېې کشف وکړ چې دا باد اصل کې یوه څپه ده او د دوه بادونو د جلا کولو له نقطې سره تړاو لري. د دې کشف ثابتولو ېې د هوا د وړاندوینې د طریقې په عصري کېدو کې مرسته وکړه.
پلار(Vilhelm F.K. Bjerknes) ېې فزیک پوه او هوا پېژندونکی وو او د هغه چارو ارکنیا وهڅوه چې خپله لار په هوا پېژندنه کې پیدا کړي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ېې خپل پلار سر د هوا په وړاندوینه کې مرسته وکړه تر څو د ناروې د هوا راپور چمتو کړي. په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې ېې ګرد بادونه مطالعه کړل او په دې بادونو کې ېې د کم فشار د مرکز لرونکو بادونو په اړه مالومات راغونډ کړل. په کال ۱۹۳۹ کې امریکا ته ولاړ او په بل کال د کلیفورنیا د پوهنتون پروفیسر (University of California) شو. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته ېې یوازې د فضا د دوران په اړه مطالعې پېل کړې. په کال ۱۹۵۲ کې ېې د راکټ په ذریعه له فضا د ځمکې اخیستل شوي انځورونه د هوا د څېړنې لپاره وکارول. په پای کې ېې د ارام سمندر د تودوخې او شمالي امریکا د هوا تر منځ اړیکه په ګوته کړه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons