وېل هېلم بي جرکنېس – Vilhelm Bjerknes

د مارچ په ۱۴ نېټه، کال۱۸۶۲، د ناروې په کریستیانیا کې زېږېدلی او د اپرېل په ۱۹ نېټه، کال۱۹۵۱، د ناروې په اوسلو کې مړ شوی.
د ناروې فزیک پوه او هوا پېژندونکی وو او یو له هغو کسانو ګڼل کیږي چا چې د هوا د وړاندوینې ساینس تاسیس کړی. په ځوانۍ کې ېې له خپل پلار سره چې په کریستیانیا (Kristiania) کې د ریاضي استاد وو مرسته کوله. په کال ۱۸۹۰ کې جرمني ته ولاړ او هلته له یو جرمني فزیک پوه (Heinrich Hertz) سره همکار شو. په جرمني کې ېې د (electrical resonance) په اړه مطالعه وکړه کوم چې د رادیو په پرمختګ کې اړین رول لري. له دې ورسته بېرته خپل ملک ته ولاړ او د ستوکهولم په پوهنتون کې استاد شو. دوه کاله وروسته ېې د دوران قضیه یا قاعده وموندله او دې موندنې د هیدرودینامیک او ترمودینامیک (hydrodynamics and thermodynamics) د ترکیب په لور لاره ورته هواره کړه کوم چې په فضا او سمندر کې د لوېې کچې په حرکتونو کې د تطبیق وړ دي. د دې تیوري پایله د لویو بادونو د وجود برخه وه کوم چې د هوا د وړاندوینې عصري طریقه کې بنسټیز رول لري. په کال ۱۹۰۴ کې ېې د هوا د وړاندوینې په اړه فزیکي څېړنې پېل کړې او د (The Carnegie Foundation) لخوا د ۱۹۰۵–۴۱ کلونو ترمنځ جایزه ورکړل شوه تر څو د خپلو څېړنو لګښت پرې وکړي.

کله چې بېرجېن ته ولاړ هلته ېې په کال ۱۹۲۱ کې (the Dynamics of the Circular Vortex with Applications to the Atmosphere and to Atmospheric Vortex and Wave Motion 1921) ولیکه .

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons