خړ فالکون – Gyrfalcon

خړ فالکون مرغان (Falco rusticolus) د شمالي قطب د ښکار مرغان دي. د کورنۍ نوم ېې فالکونیدای (Falconidae) ده. د منځنۍ اسیا په لوړو غرونو کې ژوند کوي خو کله کله په ژمي کې چې خواړه کم پېدا کیږي په ټیټو سیمو کې هم لیدل کیږي. رنګونه ېې سپین رنګ کې تورې کرښې، او یا خړ رنګه وي. پښې ېې په بڼکو پوښل شوي، اوږدوالی ېې تر ۶۰ سانتي متره پورې رسیږي، ښځه ېې چې وزن ېې تقریبا د ۱۴۰۰–۲۱۰۰ ګرامو تر منځ وي له نر څخه دوه برابره د بدن کچه کې غټه وي. د مرغانو دا ډول د اپرېل په پای کې ډېر وخت په ډبرو کې ځالې جوړوي خو ډېر کم وخت په ونه کې هم ځالې کوي. تر پنځو پورې هګۍ کوي او دواړه نر او ښځه په هګیو کیني، تر ۳۵ ورځو پورې له هګیو بچیان راوځي او له شپږ تر اته هفتو پورې په الوتنې پېل کوي. ډېر وخت سویان، واړه شخوند وهونکي حیوانات او نور مرغان ښکار کوي. په ۲۰۰۴ کال کې د دې مرغانو تعداد ۵۰۰۰۰ اټکل شوی وو. د دې مرغانو بڼکې په جامو او مذهبي تشریفاتو کې کارول کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons