هریر – Harrier

یولس ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې سیرسینای (Circinae) ده، دا کورنۍ د اکسیپیټریډای (Accipitridae) فرعي کورنۍ ده. نری اوږد بدن، اوږدې پښې، اوږده لکۍ لري. د شنو سیمو له پاسه ډېره ټیټه الوتنه کوي او په وښو کې د مارانو، چونګښو، حشراتو او وړو مرغانو په لټه کې وي. اوږدوالی ېې تر ۵۰ سانتي متره پورې رسیږي، وړې مښوکې لري، په لوړو وښو کې هګۍ کوي او د هګیو تعداد ېې له څلورو تر شپږو پورې وي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons