هاوک یا باز – Hawk

له وړو تر منځنۍ کچې پورې فالکوني فارم (falconiform) مرغان، په ځانګړي ډول کوم چې په اکسیپیټر (Accipiter) نسل کې شامل دي. په اکسیپیټریډای (Accipitridae) کورنۍ کې دا نوم ځنې نورو مرغانو ته هم کاریږي چې رښتیني هاوک ندي لکه کایټ، بوزارډ او هریر مرغان. ځنې وخت د فاکونیدای (Falconidae) کورنۍ ځنې مارغان هم پرې پېژندل کیږي لکه کره کارا او فالکون مرغان.
د هاوک ډېر مرغان انسانانو ته له تاوان اړولو څخه زېات ګټور دي مګر بیا هم د نړۍ په ډېرو سیمو کې د خلکو له تعصب سره مخ دي. معمولا خلک ېې په دې وجه نه خوښوي چې په کورني مرغانو او وړو تی لرونوکو حیواناتو حمله کوي مګر سیمه له ضرر رسونوک خزندګانو لکه ماران او ځنې مضرو حشراتو هم پاکوي. د ښکار کولو لپاره له ډېرو تخنیکونو کار اخلي خو ډېر عام تخنیک ېې په منګولو نیول دي او په ښکار پسې له شا تېز تګ ده او د ښکار له نیولو وروسته د ښکار په مښوکه ټوټه کول دي. په ټولو شپږو لویو وچو کې پیدا کیږي. ډېر ېې په ونه کې ځاله کوي، ځنې ېې په ځمکه د لوړو وښو منځ کې او ځنې د ځالې لپاره ډبریزه سیمه خوښوي. له درې تر شپږو پورې هګۍ کوي. له ۳۰ تر ۶۳ سانتي متره پورې اوږده شته دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons