American Saddlebred horse – د امریکا د سپرلۍ اسونه

د (American Saddle Horse) په نامه هم یادیږي د سپرلۍ د اسونو نسل ده. په متحده ایالتونو کې د اسونو د سپرلۍ د نندارې لپاره عام کارېدونکي اسونه دي. نسل یې د امریکا د (The Thoroughbred, Morgan, Standardbred, Arabian, pacers, and easy riding horses) نسلونو ګډ نسل ده. په نسل اخیستنه کې یې د نږدې نسلونو یا یو بل ډېر ورته نسلونو ګډون مرسته کړې چې دې اسونو ته د نسل شکل ورکړي.
 
وزن یې له ۴۵۰ تر ۵۴۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي او قد یې له ۱۵۲ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي. په ۱۸۹۱ کې د جلا نسل په توګه وپېژندل شو او په همدې کال کې د امریکا (American Saddlebred Horse Association, Inc) ادارې ثبت او د دې اسونو مجله یې خپره کړه.
Courageous Lord
Photo by AkimaDoll

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons