American Quarter Horse – د امریکا کوارټر اسونه

په امریکا کې د ټولو د اسونو زوړ نسل ده. نسل یې په کال ۱۶۶۰ کې له هسپانیا انتقال شوي او ځایي اسونو خخه اخیستل شوی. په ۱۷ پېړۍ کې دې اسونو باندې د منډې سیالۍ کېدې چې په ډېربریالیتوب سره ېې دیومایل څلورمه برخه منډه وهله او له همدې امله ورته کوارټر اس نوم اخلي کوارټر په انګرېزۍ کې څلورمې برخې ته وېل کیږي. تر ۱۹ پېړۍ پورې پرې د منډو سیالۍ کېدې خو له دې وروسته ډېرو پاده وانانو د غواګانو د پادو د څرولو لپاره په غرونو او غونډیو کې کارول.
اوسني کوارټر اسونو تر پخوانیو لنډ او درانده عضلات لري، لنډ پراخه شوي سرونه لري، پراخه سینې لري. په لنډ ځای کې د راتاوېدلو، لنډه تېزه منډه کولو او د ډېر ژر درېدلو ځانګړتېاوې لري او له همدې امله ېې شپونکیان د غواګانو د څرولو لپاره کاروي.
ډېر رنګونه لري خو ټول رنګونه ېې خېره دي. قد ېې له ۵۷ تر ۶۴ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۴۳۱ تر ۵۴۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ارام طبعیت لري. تر ۱۹۴۰ کلونو پورې ېې نسل اخستنه کمه وه خو په ۲۰ پېړۍ کې ۲.۵ میلیونه اسان په امریکا کې د اسانو دادارې لخوا ثبت شوي وو.
Quarter Horse(REFON)-cleaned
Quarter Horse by José Reynaldo da Fonseca

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons