دوړې او ګرد – Haze

د مالګې، د دوړو، د ایروزول (aerosols)، یا هم د کیمیاوي وړانګو د لوګي(photochemical smog) ذرات چې په هوا کې زوړند پاتې وي. دا ذرې ډېرې وړې وي چې قطر ېې تقریبا ۰.۱ مایکرون (micron) یا ۰.۰۰۰۰۱ سانتي متره وي او له همدې امله ېې لیدل یا په هوا کې احساس کول ممکن ندي مګر د فضا ټیټې برخې ته ښیښه اي ډوله رنګ ورکوي چې د دوړو یا ګرد په نامه یادیږي. دوړې ډېر وخت دوه رنګه لري: د پردې په څېر نیله رنګ، او یا زېړ ته ورته رنګ او دا رنګ د هوا د څرنګوالي سره تړاو لري چې په فضا کې د رڼا وړانګې شته او کنه. ګرد یا دوړې (haze) له (mist) سره توپیر لري کوم چې هوا ته خړ رنګ ورکوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons