فیلیپ بو اش – Philippe Buache

د فیبروری په ۷ نېټه، کال ۱۷۰۰، د فرانسې په پاریس کې زېږېدلی او د جنوري په ۲۷ نېټه، کال ۱۷۷۳، په پاریس کې مړ شوی.

د فرانسې جغرافیه پوه او نقشه رسمونکی (cartographer) چا چې د فزیکي جغرافې له تیورۍ یا نظرېې سره مرسته وکړه. لومړی ېې د خپل خسر (Guillaume Delisle) سره چې نقشه رسمونکی وو کار پېل کړ او په کال ۱۷۲۹ کې سلطنتي نقشه رسمونکی شو او په بل کال د علومو د اکاډمۍ لپاره انتخاب شو. د هغه فزیو ګرافیک سیستم د ځمکې سطحه په څلورو حوزو ووېشله.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons