Garden spider – د باغ غڼې

علمي نوم یې (Araneus diadematus) ده.بل نوم یې (cross spider) ده. په ارانې ایډا ډله (order Araneida) کې شامل دي. په ګېډه کې د صلیب نښان ته ورته سپین رنګ لري. په ټوله شمالي نیم کره کې شته دي او ډېر وخت په وښیزو سیمو او باغونو کې وي. په ټیټو بوټو او وښو کې خپلې کروي شکله ځالې جوړوي. غڼه د ځالې په مرکز کې وي او سر یې تل ښکته لور ته وي.
 
معمولا په اوړي کې بشپړ وده کوي، په مني کې هګۍ کوي او په پسرلي کې یې هګۍ په بچیانو بدلیږي. بچیان یې تر څه وخته پورې په سپین توپ کې سره یو ځای وي. که چېرې مزاحمت ورته وکړل شي یو بل لور ته منډه کوي خو له څه وخت وروسته بېرته سره یو ځای کیږي. د ژمي موسم کې خپله د ځواني دوره تېروي او اوړي کې بشپړ ودې ته رسیږي.
Araneus diadematus (aka)
European garden spider. Photo by André Karwath aka Aka

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons