Funnel-web spider – قیف ته ورته ځاله جوړونکې غڼه
د ډېپلور ایډای کورنۍ (family Dipluridae) غړې دي، په ارا نې ایډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. قېف ته ورته ځاله جوړوي. د ځالې خوله یې پراخه وي پای یې کوچنی شوی وي، غڼه یې پای کې ښکار ته منتظره وي تر څو کومه حشره یې له ځالې سره په اړیکه کې شي او پکې ونښلي. کله هم چې کومه حشره د ځالې لور ته نږدې شي سم دلاسه برید پرې کوي. په شمالي امریکا کې (Evagrus, Brachythele, and Microhexura) نسلونه، په سوېلې امریکا کې د (Trechona) نسل او په استرالیا کې (Atrax genus) ډېر پېژندل شوي عام نسلونه دي.
د (Atrax robustus) ډول یې زهري غڼې دي، د استرالیا په ختیځ او سوېل کې پیدا کیږي، د سیمې خلک ډېره وېره ترې کوي او تر اوسه یې ډېر خلک وژلي. اوس وخت کې یې د زهرو ضد درمل جوړ شوي او له چیچلو وروسته باید سم د لاسه تذریق شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!