Funnel weaver – د قیف اوبدونکې غڼه
په انګرېزۍ کې ورته (grass spider) نوم هم اخلي. د اېج لېن ایډای کورنۍ (family Agelenidae) غړې دي، د ارانې ایډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. قیف ته ورته ځالې جوړوي. ډېر ډولونه یې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. خپلې ځالې په وښو کې، د ډبرو تر منځ او د تختو لاندې جوړوي.
د (Agelena naevia) ډول یې په شمالي امریکا کې ژوند کوي کوم چې د بدن مختلفې کچې او رنګونه لري. د دې ډول نر تر ۸ ملي متر پورې اوږد او ښځه تر ۱۹ ملي متره اوږد بدن لري. له روښانه زېړ تر سور نسواري پورې رنګونه لري د بدن مخکینۍ برخه یې دوه سپنې کرښې لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!