False scorpion – فالس لړم
د (pseudoscorpion) په نامه هم یادیږي. د (order Pseudoscorpiones) ډلې ۱۷۰۰ ډولونه دي. په اراکنیدا کلاس (class Arachnida) کې شامل دي او ډلې ته یې ځینې خلک د (Chelonethida) هم اخلي. په شکل کې ریښتیني لړم ته ورته وي خو لکۍ نلري او د بدن کچه یې له یو ملي متر تر ۷.۵ ملي متر پورې وي. په لمړۍ ضمیمې کې یې د ورېښمینو مرغړیو سوریان موجود وي. دوېمه جوړه ضمیمې یا پیډي پالپ یې زهري ضمیمې دي.
له سړو سیمو پرته په ټوله نړۍ کې شته دي. ډېر د ډبرو لاندې ژوند کوي. په ورېښمینو ځالو کې د ژمي خوب کوي. د بدن پوستکی بدلوي، غورزوي یا کوریز کوي. یو ډول یې د کتاب لړم په نامه یادیږي او ډېر وخت د کتابتون په کتابونو او کورونو کې پیداکیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!