Jumping spider – ټوپ اچونکې غڼه

د سالټي سیډای کورنۍ (family Salticidae) غړې دي. تر ۵۰۰۰ زیات ډولونه لري، په ارانې اېډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. کله چې ښکار پیدا کړي د رانیولو لپاره یې ټوپ اچوي. د بدن کچه یې له ۲ تر ۲۲ ملي متره پورې اوږده وي. په ګرمو سیمو کې ډېرې عامې دي خو ځینې ډولونه یې د شمالي قطب سیمو کې هم شته. کومې سیمې چې لمر لري دا غڼې پکې د ورځې لخوا فعالې وي. د شپې لخوا د ډبرو او توکو لاندې پټیږي. خپله کې ګډې ځالې نه جوړوي او نر یې د وړې ښځې د ځالې تر څنګ اوسیږي کله چې ښځه جنسي بلوغ ته ورسیږي نو جنسي نزدیکت ورسره کوي.
 
د (Phintella vittata) یې په خپل بدن کې داسې سطحه لري چې د لمر ماوراء بنفش وړانګې بېرته منعکسې کوي. نر یې مخکې له جنسي نزدیکته ښځې ته د مینې اظهار کوي او ښځه د ځان لور ته جذب کوي.
Telamonia dimidiata female
Female Telamonia dimidiata in the Lalbagh Botanical gardens, Bangalore, India. Photo by Muhammad Mahdi Karim

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons