Brown recluse – منزوي غڼه
د ډول علمي نوم یې (Loxosceles reclusa) ده. په انګرېزۍ کې ورته (violin spider) نوم هم اخلي. روښانه زېړ یا سور رنګ کې زهري غڼه ده. د متحده ایالتونو په لوېدیځ او سوېل کې پرېمانه پیدا کیږي. د بدن اوږدوالی یې تر ۷ ملي متره پورې وي. سر او سینه کې یې ویولن ته ورته نښان ده. شپږ سترګې لري او په دوه صفونو کې ترتیب شوي وي.
په سمڅو، د شخوند وهونکو په غارونو او نورو ورته ځایونو کې ژوند کوي. په کورونو کې داسې ځایونو کې پیدا کیږي چېرې چې خلکو خپل توکي ذخیره کړي وي. که چېرې انسان باندې خوله ولګوي نو زهر یې د چیچل شوي ځای چار چاپېره د وینې د رګونو دیوال له منځه وړي او ځینې وخت د پوستکي لوی ټپ رامنځته کوي او رامنځته شوی ټپ تر څو میاشتو پورې نه رغیږي. زهر یې کم وخت د مرګ لامل ګرځي.
Comments
So empty here ... leave a comment!