Daddy longlegs – اوږد پښی پلار
په انګرېزۍ کې یې نوم (daddy-longlegs or daddy long legs) هم لیکل کیږي او د (harvestman) نوم هم ورته اخیستل کیږي، د اراکنید له ۶۰۰۰ زیات ډلونه دي، څورب بدن لري، ډېرې اوږدې نرۍ پښې لري. له لړم سره ډېر نږدې تړاو لري، د غڼې په څېر ښکاري او له همدې امله ډېر خلک د غڼو ګمان پرې کوي. په ریښتینو عڼو کې بدن په دوه برخو وېشل شوی وي یوه برخه سر او سینه (cephalothorax) او دوېمه برخه ګېډه (abdomen) وي خو په اوږد پښي پلار کې بدن یوازې یوه برخه لري.
ډېر ډولونه یې هر څه خوړونکي (omnivorous) دي. خپل ځان په بوټو، حشرو، کټملو او حلزون تغذیه کوي. خپل خواړه د ښکار له لارې لاسته راوړي او یا مردار شوي ژوي خوري. په اپیلینوس ډله (order Opiliones) کې څلور فرعي ډلې شاملې دي: سیفوفتالمي (Cyphophthalmi)، ډېسپنوای (Dyspnoi)، اوپنوای (Eupnoi)، لانیاتورېس (Laniatores). پنځمه فرعي ډله یې (Tetrophthalmi) ده کومه چې اوسمهال له منځه تللې ده او هېڅ ژوندی غړی نلري.
تنه یې کروي یا هګۍ شکله وي، اوږدوالی یې له ۰.۶ تر ۲۳ ملي متره پورې وي، خو د ډېرو تنه د ۳ او ۷ ملي متره ترمنځ وي. پښې یې له تنې څخه څو ځلې زیاتې اوږدې وي. په (suborders Eupnoi and Laniatores) فرعي ډلو کې ځینې غړي تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدې پښې لري. پښې یې په ډېره اسانۍ ماتیږي، که یې کوم بل ښکاري ژوی د ښکار کولو لپاره له پښې ونیسي خپله پښه په خپله پرې کوي او تېښته کوي دې عمل ته یې انګرېزۍ کې (leg autotomy) وایي. لکه د ځینې غڼو او حشرو چې له لاسه ورکړي غړي یې بېرته تولیدیږي د اوږد پښي پلار غړي بېرته نشي تولیدېدای.
معمولا دوه سترګې لري، د بدن مخکې خوا بهر وتلې برخې په مرکز کې یې سترګې وي خو د (suborder Cyphophthalmi) فرعي ډلې غړي یې بې سترګو دي او یا یې د سر او سینې په یوه او بل اړخ کې سترګې وي. له منځه تللې فرعي ډلې (Tetrophthalmi) یې څلور سترګې لرلې. اوږد پښی پلار د تنې مخکې برخه کې د بوي مرغړي لري، ډېر غړي یې له اوزوپور سوریانو(ozopores) بد بوی لرونکې مایع ترشح کوي. ځینې ډولونه یې همدا ترشح شوې ماده د دفاع لپاره کاروي. دوېمه جوړه ضمیمې په ښکار کوونکو ډولونو کې د نیونې لپاره کاریږي.
په ډېرو ډولونو کې یې نر او ښځه له یو بل سره فزیکي توپیر لري لکه په کچه کې توپیر، د لمړۍ ضمیمې یا (chelicerae) کې توپیر، دوېمې ضمیمې یا پیډي پالپ (pedipalps) کې توپیر. په یو څو ډولونه کې نر له ښځې کوچنی وي. د ځینو ډولونو نران یې مقعدي مرغړي او ترشح کوونکی جوړښت لري ترشح کوونکي جوړښت ته یې (adenostyles) نوم اخلي. نر یې د انعطاف وړ جنسي غړی لري. ښځې یې په چاودونو او خاوره کې هګۍ کوي. معمولا تر یو کال کم ژوند کوي خو ځینې ډولونه یې تر څو کالو پورې ژوندي پاتې کیږي.
د دواړو نیمو کرو په معتدله او ګرمو سیمو کې پرېمانه دي. لوند چاپېریال خوښوي خو ځینې یې له وچ چاپېریال سره هم بلدتیا لري. د اوړي په پای کې ډېر وخت په کرنو کې د لو پر وخت لیدل کیږي او له همدې امله ورته (harvestman) نوم هم اخلي.
Comments
So empty here ... leave a comment!