Crab spider – چنګاښ غڼه

د تورمیس ایدای کورنۍ (family Thomisidae) غړې دي، په ارانې ایدا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. شکل یې چنګان ته ورته ده او د ډېرو چنګاښونو په څېر په څنګ قدم وهي او یا په شا تګ کوي. په ټوله نړۍ کې شته دي، په کورنۍ کې یې ډېر عام ډولونه هم شامل دي، د ځمکې له پاسه، په پاڼو کې او د توکو لاندې ژوند کوي. یوازې په متحده ایالتونو کې ۱۲۵ ډولونه پیدا کیږي.
 
د ډېرو د بدن رنګ خړ یا نسواري وي، تر ۱۲ ملي متره پورې اوږدوالی لري، په خپله ځاله کې ډېر وخت نه تېروي او له ځالې بهر ډېر وخت خپل ښکار ته پټیږي. د (Misumena and Misumenoides) ډولونه یې په شمالي امریکا کې دي کوم چې په خلاصو سیمو کې یا په ونو کې ژوند کوي، د (Misumena vatia) ډول یې په ګلانو کې پیدا کیږي، رنګ یې سپین یا زېړ وي او د ګېډې څنګونه یې سرې کرښې لري، په کوم ګل چې ناسته وي څو ورځو کې خپل رنګ د همدې ګل رنګ ته بدلوي.
 
د (families Platoridae, Heteropodidae, and Selenopidae) کورنیو ځینې غڼې هم د چنګاښ غڼې په نامه یادیږي.

Ozyptila praticola - front (aka)
Photo by André Karwath aka Aka
2017 0906 083941a
Thomisidae (Crab Spider). Photo by Postagoras
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons