Comb-footed spider – ګمنځ پښۍ غڼه
د (cobweb weaver) په نامه هم پېژندل کیږي. د تېرېدي ایدای کورنۍ (family Theridiidae) ټولې غڼې دي. په ارانې ایدا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. په ټوله نړۍ کې تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري، توره کونډه هم پکې شامله ده. ځاله یې د بې نظمه شبکې په څېر وي، ډېر وخت د خپلې ځالې په تارونو پسې ځان زوړند شکل کې پرېږدي. نوم یې د وروستیو پښو په پنجو کې له وړو وېښتو اخیستل شوی کوم چې د ګمنځ شکل لري او کله چې کومه حشره ښکار کړي په همدې پښو تار ترې تاووي تر څو یې دام کې ونښلوي. د پښو پنجو ته په انګرېزۍ کې تارسوس (tarsus) نوم اخلي.
Comments
So empty here ... leave a comment!