Chigger – چیګر

په انګرېزۍ کې ورته (scrub mite, harvest mite, bête rouge, or chigger mite) نومونه هم اخلي. پروسټیګماټا فرعي ډله (suborder Prostigmata) ده. د شنو او کټملو (the mites and ticks) په اکاري فرعي کلاس (subclass Acari) کې تقریبا د ۱۰۰۰۰ ډولوله د شنو لاروا بچیان دي کوم چې د چیګر په نامه یادیږي. ځینې خلک چیګر نوم (chigoe, jigger, or jigger flea) حشرو ته هم کاروي.
 
د چیګر د بدن اوږدوالی له ۰.۱ تر ۱۶ملي متره پورې وي. بهرنۍ اسکلیټ یې نری او خپله کې نښتی نه وي. ځینې ډولونه یې سترګې لري، ځینې بې سترګو دي. که چېرې د تنفس سوریان (Spiracles, or breathing pores) ولري نو د لمړۍ ضمیمې په بیخ کې وي او یا هم د تنې مخې خوا کې کوم بل ځای کې وي. ځینې ډولونه یې په وچه کې ژوند کوي او ځینې په تازه اوبو او سمندر کې پیدا کیږي. ځینې پرازیت دي، ځینې مردار شوي ژوي خوري، ځینې په بوټو ځان تغذیه کوي او ځینې نور واړه ژوي ښکار کوي. ډېر ډولونه یې د انسان لپاره افت ده یا انسان کې پرازیت کیږي او یا انسان ته ناروغۍ راوړي. خوله لګول یې پوستکي کې بخار پیدا کوي.
 
په شمالي امریکا کې په انسان برید کوونکی چیګر (Eutrombicula alfreddugèsi) ده کوم چې د (Trombicula irritans) په نامه هم یادیږي. د چیګر دا ډول د اطلس له سمندرغاړې نیولې تر مکسیکو پورې شته. په کالیو کې ډېر ژر نفوذ کوي او کله چې پوستکي پورې ځان ونښلوي نو په پوستکي کې یو ډول مایع تذریق کوي کومه چې د سخت بخار او پړسوب لامل ګرځي. له خوړو وروسته د خپل میزبان له بدن څخه ځان په ځمکه غورزوي په ځمکه کې خپل پوستکی بدلوي تر څو له لاروا څخه په نیمف (nymph) بدل شي او له نیمف وروسته بشپړ وده کوي. نیمف او غټ یې په شمزي لرونکو کې پرازیت ندي او خپل ځان په بوټو تغذیه کوي. د وړو بوټو په څانګو او پاڼو خپلې هګۍ کوي.
 
په اروپا کې د (Neotrombicula autumnalis) ډول په انسان، سپیانو، پیشوګانو او غوییزو برید کوي. په ختیځې اسیا کې د (Leptotrombidium) ډول د (scrub typhus) په نامه ناروغۍ انتقالوي. د چیګر ځینې ډولونه پخوا په (Trombicula) کې ډلبندي شوي وو خو اوس په جلا نسل کې شامل دي.
Chigger bites
Bites on a foot from the Harvest mite Trombicula alfreddugesi. Photo by TimVickers

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons