Wolf spider – لیوه غڼه

په دوه نورو نومونو (ground spider or hunting spider) هم پېژندل کیږي. د لیکوسیډای کورنۍ (family Lycosidae) غړې دي، په ارانې اېډا ډله (order Araneida) کې شاملې دي. د ښکار کولو طریقه او چلند یې لیوه ته ورته ده او له همدې امله پرې لیوه غڼه نوم ایښودل شوی. په شمالي امریکا کې ۱۲۵ ډولونه او په اروپا کې ۵۰ دولونه لري. تر ټولو غټې یې ۲.۵ سانتي متره اوږد بدن لري د پښو اوږدوالی یې هم د بدن له کچې سره برابر وي.
 
ډېری یې تېز نسواري رنګ لري، پراخ شوی اوږد له وېښتو ډک بدن لري، د پام وړ چټکه منډه وهي. د مخ پورته برخه کې دوه وړې سترګې، په منځ کې دوه ډېرې غټې سترګې او لاندې څلور وړې سترګې لري. ځواکمنې ژامې لري.
 
په پاڼو کې، د ډبرو لاندې او وښیزو سیمو کې ژوند کوي. د شپې لخوا یا چې کله اسمان کې خړه توره ورېځ وي فعالیت کوي. هګۍ یې په یوه کیسه کې وي کومه چې د ښځې ورېښمو تولیدونکي غړي پسې نښتې وي. کله چې هګۍ په بچیانو بدلې شي واړه بچیان یې تر څو ورځو پورې د مور په ملا سپاره ګرځي.
Hogna lenta 18
Female wolf spider of the species Hogna lenta. Photo by Patrick Edwin Moran

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons