سیاست – Politics

سیاست هغو فعالیتونو ته وایي چې د یو سیمې یا ملک د حکومت سره تړاو ولري په ځانګړي ډول هغه بحث چې د دوه کسانو یا سیاسي تنظیمونو تر منځ وي او موخه ېې قدرت یا واک لاس ته راوړل وي.
 
سیاست یونانی لفظ ده چې په یوناي ژبه ورته پولیتیکوس وایي معنی ېې ‘د ‘ لپاره ‘ یا د ملت سره تړاو . د پرېکړې هغه مرحلې دي چې د هر ګروپ په غړو پلي کیږي. تر دې ژوره معنی ېې د مقام او واک لاس ته راوړل دي. (هغه واک او مقام چې په ټولو ټولنو باندې حکومت کوي که سیمه ایز وي او یا د ملک په سطح) . سیاست هغه مطالعه او عمل ده چې په یوه ځانګړې ټولنې که د منابعو سرچینې او واک وېشي. همداسې په ټولنه کې د واک د طبقو او مرتبو سلسه جوړول او په نړیواله سطحه د ملتونو او ټولنو ترمنځ اړیکه ټینګول دي. 
په سیاست کې ډېر میتودونه پراخه شوي او کاریږي. دغه میتودونه په خلکو کې د خپل نظر خپرولو له لارې، له نورو سیاستونو سره له مذاکرې، د قانون له جوړونې، دځواکونو له عمل نه، د مخالف سره له جګړې منځ ته راغلي او پراخه شوي یا بهتر شوي. په ټولنیزه سطحه هم له قومونو نیولې تر دودیزو ټولنو، ځایي حکومتونو، شرکتونو، تر د ملک مستقلو نهادونو او همداسې تر نړیوالې کچې پورې سیاست پراخ رول لوبوي.
رسمي سیاست تل پروسیجرونو، په عامه توګه تعریف شوو نهادونو یا ادارو ته، د حکومت د اساسي قانون نظام ته رجوع کوي. سیاسي تنظیمونه، عامه سیاستونه، دجګړې او بهرنیو چارو پرېکړې په رسمي سیاست کې کټګوري شوي. ډېر خلک داسې فکر کوي چې رسمي سیاست له دوي سره هیڅ تړاو نلري مګر دا سیاست د دوي په ورځني ژوند اغیز لري. په رسمي سیاست کې ائتلافونه جوړیږي، د ځواکونو تمرینونه ترسره کیږي او د خپلو ګټو، موخو او نظریاتو ساتنه او دفاع کیږي. 
غېرې رسمي سیاست ورځنې سیاستونو ته وېل کیږي او په همدې وجه سیاست په هرځای کې شتون لري.
 
آرپوهه یا اېتیمولوجي 

سیاست یا پولیتیکا یوناني لفظ د ارسطو د کتاب له نوم نه اخیستل شوی ده. بله معنی ېې د ښارونو چارې ده. په ۱۵ پېړۍ کې دې لفظ ته تحول ورکړل شو. فرانسوی ژبې دا لفظ پولیتیک ته بدل کړ. وروسته په عصري انګریزي کې ترې پولیټېکس جوړشو. همداسې لاتینیي ژبې هم دا لفظ د یونانۍ اصطلاح پولیتیکوس نه اخیستی چې معنی ېې د نورو په منځ کې اوسېدل دي.

د دولت سیاست اوتاریخ {پولیټي ( د ادارې یا حکومت طرز)}

دولت
کله چې د جګړې هنر پرمختللی شو نو د دولت د سیاست بنسټ کېښودل شو. په ډېرو اروپایي ملکونو کې او یا نور لکه جاپان، چین پاچایان او امپراطوران او یا نور د شاهي خاندان وګړې د خدای له طرفه رالیږل شوي ګڼل کېدل په بله معنی د خدای نظامي افسران ګڼل کېدل. چې بلاخره د فرانسې انقلاب د پاچایانو خدایی حق ته د پای ټکی کېښود.
تر ټولو پخوانۍ سیاسي اداره شاهي سیستم ده چې تقریبا تاریخ ېې له میلاد نه ۲۰۰۱ کاله وړاندې پورې مالوم ده. دغه سیاسي اداره له میلاد ۲۱ پیړۍ وړاندې انګلستان کې په وراثت باندې بدله شوه. هغو پاچایانو چې ټول واک ېې په لاس کې لره بیا هم په نورو د حکومت کولو لپاره د سلاکارانو یوه ډله لرله او د خپلوسلاکارانو په مرسته به ېې پرېکړې کولې.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons