Mud puppy – د خټو کوچنډی

پنځه ډوله په اوبو کې ژوند کونکې لټکې (salamanders) دي, د نېکټوروس نسل (genus Necturus) جوړوي، د کورنۍ نوم یې پروتې ایدای (family Proteidae) او نېکتورایدای (Necturidae) دی او د کوداتا ډلې (order Caudata) کې شاملې دي. نوم یې ځکه د خټو کوچنډی اېښودل شوی ځکه چې د مطالعې پر وخت یې په تېر وتنه داسې ګمان شوی وو چې دا لټکې غپېدلی.
د شمالي امریکا د ختیځې سیمې په ډنډونو، بندونو او سیندونو کې ژوند کوي. هغه ډولونه یې چې د متحده ایالتونو په سویل کې پیدا کیږي ځایي خلک ورته د اوبو سپی (water dogs) نوم اخلي.
 
د بدن کچه یې له ۲۰ تر ۴۰ سانتي متره (۸ تر ۱۶ انچه) پورې رسیږي. د بدن رنګ یې خړ یا نصواري وي او نیله ټاکي یا خاپونه لري. د تنفس لپاره برانشونه لري، لنډې ډبلې پښې لري. له خټو پاکو په رڼو اوبو کې ژوند کول خوښوي. د ورځې لخوا د ډبرو یا خوسا شوو توکو لاندې پټیږي. خواړه یې واړه چنګاښونه او د نورو هغو ژو هګۍ دي چې په اوبو کې ژوند کوي. د القاح سیستم یې داخلي دی او ښځه یې هګۍ کوي.
Necturus maculosus maculosus
Common mudpuppy By National Park Service

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons