Newt – تریتون

تریتون په پلوروډېلیني فرعي کورنۍ کې دوه ژواکې لټکه ده. په کوچنیوالي کې په ځمکه ژوند کوي او دې پړاو ته یې اېفټ نوم اخلي. د سالامانډریډای کورنۍ د نورو دوه ژواکو لټکو په څېر تریتون هم نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی. ټولې دوه ژواکه لټکې تریتون نه ګڼل کیږي. په اروپا، شمالي امریکا، شمالي افریقا او اسیا کې یې تر ۱۰۰ زیات ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي. بدن یې درې پړاونو کې بدلون مومي : لمړی پړاو یې اوبو کې لاروا پړاو دی، په وچه کې اېفټ پړاو دی، بلوغ یا بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون کربوړي ته ورته والی لري. هر کال له وچې بېرته اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي. که چېرې یې د مثل د تولید موده نه وي نو داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي کوم چې لوندوالی لري او ګیا پوښلی وي.
نسلونه یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ډېرو ډولونو غړي یې ډېر کم پاتي او د یونان بند ډول یې له منځه تللی.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني

د وینې دوران
په انګرېزۍ کې د زړه پاسه برخه کې جوفونو ته (atrium) نوم اخلي جمع یې (atria or atriums) لیکل کیږي. د زړه لاندې برخه کې جوفونو ته (ventricle) نوم کاریږي. د تریتون په زړه کې لکه د ډېری دوه ژواکو په څېر درې جوفونه موجود وي : دوه پاسه برخه کې وي او یو جوف لاندې برخه کې وي. له وروستي او مخکیني کاوال وریدونو د زړه پاسني ښي جوف ته وینه بهیږي. کومه وینه چې د زړه د پاسه برخې کیڼ جوف ته داخلیږي وروسته له لاندې جوف بهر وېستل کیږي. تریتون د زړه لاندې جوف کې کورونري یا زړه او عضلو ته د اکسیجن لرونکې وینې انتقالونکي رګونه نه لري. که چېرې د تریتون د زړه لاندې جوف کې سوری رامنځته شي نو زړه کې یې یو تونل موجود وي او د همدې تونل په زریعه وینه ښکته کېدونکې اې اورتا ته هدایت کوي. په زړه کې سوری شوی لاندینی جوف د اېپي کاردیال طبقې کوم ته چې پېري کاردیام یا پېري کاردیال کیسه نوم هم اخلي په ډبلېدو یې بېرته بندوي. د همدې برخې بهر ته وتل د نوو رګونو وده ممکن کوي. که چېرې یې وینه کمه شي نو د اکسیجن اخیستلو لپاره د وینې حجرو ته اړتیا نه لري. په یو ډول کې یې کله چې د وینې کموالی پیدا شي نو له دوه اونیو وروسته پکې د حجرو غنچه تولیدیږي کومه چې موجودې د وینې سرې حجرې بېرته د اکسیجن انتقال ته چمتو کوي.


سا اخیستنه
بشپړ ودې ته د رسېدلي تاج لرونکي تریتون تنفسي سیستم مطالعه شوی : تاج لرونکی تریتون د پوستکي له لارې سا اخلي خو د سا اخیستنې لپاره د غومبوري جوف او سږي هم کاروي. کله چې اوبو کې اکیسجن کم وي، خواړه خوري، د مثل تولید کوي نو سا اخیستنه په سږو کوي.
د هایپوکسیا یا نسجونو ته د اکسیجن د نه رسېدو حالت کې زخیره شوي ایريتروسیت یا د وینې سرې حجرې پرېږي او له دې لارې نسجونو ته اکسیجن رسوي.
توری د ډېری شمزي لرونکو په ګېډه کې غړی وي د بدن د ایمني سیستم برخه ګڼل کیږي او د وینې حجرې تولیدوي. که چېرې تودوخه کمه شي نو د توري کچه کې یې غټوالی رامنځته کیږي. په لاروای کې یې د توري کچه بدلون نه مومي.
د ژمي د خوب پر مهال یې د ینې د رنګدانې حجرې زیاتیږي او دا چاره د اکسیجن د زخیره کولو وړتیا ورکوي، همداسې د اړینو رادیکالونو او ایونونو په زخیره کې هم خپل اړین رول لري.


اوزمورېګولېشن
د ایټالیا تاج لرونکی تریتون د ژمي په میاشتو کې د وینې دوران کې پرولکټین پرېږدي، دا چاره یاد تریتون د اوبو چاپېریال ته په تلو اړ کوي او د سودیم د ایونونو فعال ټرانسپورټ کموي. پرولکټین یې بدن ته د پوستکي له لارې د اوبو جذب کموي. همداسې د اوړي په میاشتو کې واسو ټوکسین ترشح کوي کوم چې د پوستکي له لارې د اوبو جذب زیاتونه کې مرسته کوي. ارجینین واسو ټوکسین یوازې د پوستکي له لارې د اوبو د جذب په زیاتېدو کې مرسته نه کوي بلکې په پوستکي کې یې د وینې دوران هم لوړوي.

په ختیځ تریتون باندې تجربه شوې، تجربه کې یې د بدن اوبه کمې کړل شوي او پایله کې یې د بدن موټور سیستم له کاره لوېدلی وو په دې مانا چې
خوځښت یې نشو کولای ؛ که چېرې اوبو کې د ژوند پړاو ولري او بدن یې ۲۲ % اوبه کمې کړي نو بدن سیده نشي ساتلی او خوځښت نشي کولای. که چېرې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوونکي تریتون بدن تر ۳۰ % پورې اوبه کمې کړي نو موټور سیستم یې له کاره لویږي. همداسې کوم تریتون چې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوي د هغو تریتون په پرتله یې بدن اوبه ډېرې ژر کموي کوم چې اوبو کې ژوند کوي. خو همداسې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوونکی د هغه تریتون په پرتله کوم چې اوبو کې ژوند کوي ۵ ځلې ژر د خپل بدن اوبه پوره کوي.


د نوم ریښه
د پښتو تریتون نوم یې فرانسویان هم کاروي. تریتون په یوناني افسانو کې د سمندر خدای دی، د پوسیدون او امفیتریت خدای او خدایې زوی دی. شکل یې همدې ژو ته ورته والی لري. تریتون نوم هسپانویان، روسان، رومانیا، بلغاریا او ځینې نورو هیوادونو کې هم دې ژو ته کاریږي. جرمني یې بیا نوم له یونانۍ او لاتیني خپل کړی.

په زړه انګریزۍ کې یې نومونه (efte, efeta) وو او د نومونو ریښه یې نه وه مالومه. په منځنۍ انګریزۍ کې له همدې نومونو (eft) جوړ شو همداسې یې املا مختلف شکلونه (euft, evete, or ewte) تر پنځلسمې پېړۍ پورې لرل. لکه څرنګه یې چې نوم په غږ لرونکي توري پیل کیږي نو انګریزۍ کې (an eft) لیکل کېده او وروسته یې له همدې اېن واخیسته او ډېرو خلکو (a n’eft) لیکه. نیوټ نوم یې د سټفورډ شېر سیمې سیمه ایز نوم دی او عصري معیاري انګریزۍ ته داخل شوی. شکسپیر هم په مېک بېت کې کارولی.

په اوسنۍ عصري انګریزۍ کې یې بشپړ ودې ته رسېدلی په نیوټ (newt) نوم یادوي، کوم چې لاروا پړاو پای ته رسولی وي او له اوبو بهر راوتلي وي د اېفټ (eft) نوم ورته کاریږي او لاروا کوم چې اوبو کې ژوند کوي ډېری خلک یې د اوبو اېفټ (water eft) ګڼي.

پوښتۍ لرونکي تریتون

د ژوند لپاره چاپېریال
تریتون په اسیا، اروپا، شمالي افریقا او شمالي امریکا کې پیدا کیږي. د ارام سمندر د تریتون نسل او د ختیځ تریتون نسل کې ۷ ډولونه شامل دي او په شمالي امریکا کې پیدا کیږي. تر ټولو زیات ډولونه یې زړې نړۍ (اروپا اواسیا) کې موجود دي. په اروپا او منځني ختیځ کې یې ۸ نسلونه ژوند کوي، په دې ۸ نسلونو کې تقریبا ۳۰ ډولونه شامل دي. پوښتۍ لرونکی تریتون تر شمالي افریقا پورې خپرې شوي. همداسې تر ۴۰ پورې ډولونه یې په ختیځه اسیا کې له ختیځ هند نیولې تر اېندو چین او تر چاپان پورې سیمه کې ژوند کوي.

تریتون نیمه په اوبو کې ژوند کوونکي دي او د کال یوه برخه په اوبو کې د مثل د تولید لپاره تېروي او پاتې برخه په وچه کې مېشت وي. ډېری ډولونه یې د مثل د تولید لپاره ډنډونه، لښتي او درېدلې باراني اوبه خوښوي خو ځینې ډولونه یې په روانو اوبو کې هم د مثل تولید کوي. د اروپا ځینو ډولونو یې په اکسیجن غني سړو روانو اوبو کې هم بلدتیا پیدا کړې. کله چې له اوبو بهر راوځي لنده سیمه خوښوي چېرې چې په اسانۍ د پټېدو لپاره پناه ځای موندلی شي.

د پیرینې تریتون

ځانګړنې
کوم کیمیاوي مواد چې په نورو ژو کې د تومور د ودې لامل کیږي په تریتون کې د زیان لیدلي غړي د بېرته ودې لامل کیږي. تریتون له ځینې دوه ژواکو لټکو سره ډېرې ګډې ځانګړنې لري، په دې ځانګړنو کې نیمه د اوبو ضد د مرغړیو لرونکی پوستکی، د ورته کچې د تنې څلور غړي شامل دي. د تریتون پوستکی لکه د دوه ژواکو په څېر هوار او نرم نه وي. که چېرې یې پوستکی ټپ وویني او یا یې د تنې غړی زیان وویني د رغېدو وړتیا لري.

د ارام سمندر تریتون

د مثل تولید
د تریتون د ډولونو لپاره د مثل د تولید ځانګړې موده، د نړۍ په شمالي نیمه کره کې، په جون او جولای میاشتو کې ده. یوازې یو تریتون تر سلګونو هګۍ اچوي. د بېلګې په توګه زخې لرونکی تریتون له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې هګۍ اچوي. له پېچلي چلند وروسته په ډنډونو یا ورو روانو اوبو کې نر خپل سپرم ښځې ته انتقالوي او د ښځې په داخل کې یې القاح ترسره کیږي. د چونګښو برعکس کومې چې خپلې هګۍ د غنچۍ په توګه اچوي او ازادې یې پرېږدي تریتون القاح شوې هګۍ په یو ځای نه اچوي بلکې یوه یوه هګۍ اچوي او په اوبو کې یې بوټو پسې نښلوي.

واړه لاروا بچیان یې د کب له هګیو تازه پیدا شوو بچیانو ته ورته والی لري، یوازینی توپیر یې بڼکې ته ورته برانشونه لرل دي. هګۍ یې تقریبا په درې اونیو کې شاربل کیږي او لاروا بچیان تر چوڼیږي. د لاروا بچیانو خواړه یې الګی، واړه بې شمزي او د نورو ژو لاروا بچیان دي. په څو میاشتو کې یې بدن بدلون مومي، تنه کې یې پښې وده کوي، برانشونه یې بېرته جذب کیږي او په سږو بدلیږي. د تریتون ځینې ډولونه لکه د شمالي امریکا تریتون په دې پړاو کې روښانه رنګ هم پوستکي کې اضافه کوي. کله چې بدلون پای ته ورسیږي اوبه پرېږدي او په وچه کې ژوند پیل کوي. په وچه کې کله چې د اېفټ پړاو پای ته ورسیږي نو بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون ترې جوړیږي، د شمالي امریکا تریتون بېرته اوبو ته د ژوند کولو لپاره ګرځي خو نور ډولونه یې یوازې د مثل تولید موده کې بېرته اوبو ته تګ کوي.


زهرجنتوب
د دفاع دمېکانېزم په توګه د تریتون پوستکی زهر ترشح کوي. پوښتۍ لرونکی تریتون بیا د انسان وژلو لپاره کافي ټېټرو ډو ټوکسین تولیدوي. د ارام سمندر د تریتون ځینې ډولونه هغه ژوي مسموموي کوم چې برید پرې کوي. زهر یې واړه ژوي وژلی شي، د سپي تر اندازې ژوي مسمومولای شي او انسان په کانګو راوستلای شي. که چېرې یې زهر د ټپ له لارې بدن ته داخل شي نو ژوند اخیستلای شي. تریتون له چونګښو او نورو دوه ژواکو سره پرته له زیان اړونې په یوه ډنډ کې ژوند کوي، همداسې یې ځینې خلک د کورني ژوي په توګه په پنجرو کې ساتي.


ډلبندي
په سالامانډریډای کورنۍ کې درې فرعي کورنۍ شاملې دي : یوه یې د تریتون یا نیوټ فرعي کورنۍ ده. تقریبا سل ډولونه لري کوم چې په ۱۶ لاندې یادو شوو نسلونو کې ډلبندي شوي. ځینې مسلکي کسان هیپ سېلو تریتون او لیانګ شان تریتون دوه جلا نسلونه ګڼي خو ټول پرې توافق نه کوي. هیپ سېلو تریتون په سینوپس کې شامل دي او لیانګ شان تریتون په تایلوتو تریتون کې شامل دي.
– کالو تریتون
– سینوپس (هیپ سېلو تریتون هم پکې شامل دي)
– ایکینو تریتون
– ایوپروکتوس
– ایکتیوسورا
– لاو تریتون
– لیسو تریتون
– نیورېرګوس
– نوتوفتالموس
– اوماتوتریتون
– پاکي تریتون
– پارامیسو تریتون
– پلیورو دېلېس
– تاریشا یا تاریچا
– تریتوروس
– تایلوتو تریتون (لیانګ شان تریتون هم پکې شامل دي)
فیلو جنتیک
فیلو جنتیک څېړنو موندلې چې د تریتون فرعي کورنۍ د کریتاسیوس له پای تر ایوسین دورې منځ کې سرچینه اخیستې. د دوه ژواکو لټکو ځینې فوسیل ډولونو د پلوروډېلیني فرعي کورنۍ برخه ګڼل کیږي په دې کې لاندې یاد شوي هم شامل دي :
– ارکایو تریتون
– براکي کورموس
– کارپاتو تریتون
– کوالیلا
– پالایو پلورودیلس
د پلورو ډیلیني فرعي کورنۍ ټول نسلونه وروسته له دې چې پایرون او وینز ډلبندي کړل وروسته مایکو هارامو کتنه ورته کړې. ډلبندي یې لاندې انځور کې وګورئ.

د نسلونو او ډولونو د غړو شمېر
په شمالي امریکا کې د زیږه پوستکي تریتون او د ختیځ تریتون او په اروپا کې د پوست یا نرم تریتون غړي پرېمانه دي. په نړۍ کې یې غړي له ککړتیا، د ځمکو له وېش او د ژوند لپاره د چاپېریال له ویجاړونې کړیږي. یادې چارې یې په اوبو او وچه کې نسل له ګواښ سره مخ کوي. په اروپا کې د ځنګلونو وهنې او بېرته پکې د نختر ونو کرنې او ککړتیا د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړي. په انګلستان کې یې د (Wildlife and Countryside Act 1981 and the Habitat Regulations Act 1994) قانونونه د غړو ساتنه کوي. د تاج یا کاکل لرونکي تریتون نیول، وژل، چاپېریال ویجاړول غیرې قانوني دي، همداسې له جواز لرلو پرته یې لرل هم جرم دی خو دې قانون کې د پراخو پښو لرونکی تریتون او نرم تریتون نه دي شامل خو د ټولو ډولونو پلور د (Wildlife and Countryside Act, 1981) قانون له مخې جرم دی.

په اروپا کې د وحشي ژوند او طبیعي چاپېریال د کنوانسیون د دوېمې ضمیمې له مخې د تریتون د نهو ډولونو قانون په کلکه ساتنه کوي د نور ډولونو ساتنه یې قانون د همدې کنوانسیون د درېمې ضمیمې له مخې کوي. نهه ډولونه یې لاندې یاد شوي :
– کالو تریتون اسپر
– ایوپروکتوس مونتانوس
– ایوپروکتوس پلاتي سیفالوس
– لیسوتریتون ایتالیکوس
– لیسوتریتون مونتاندوني
– تریتوروس کارنیفېکس
– تریتوروس کریستاتوس
– تریتوروس دوبروجیکوس

– تریتوروس کارېلیني


د کورني ژوي په توګه
د چین زخې لرونکی تریتون، د چین خالداره ګېډه لرونکی تریتون، د ختیځ تریتون، پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون، جاپانی خالداره ګېډه لرونکی تریتون، تریتوروس، امپراتور تریتون، هسپانوی پوښتۍ لرونکی تریتون، د سرې لکۍ پولې یا غوټې لرونکی تریتون د کورنیو ژو په مارکېټ کې پلورل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons