Continentality – د لویو وچو او د سمندرونو د اقلیم د توپیر کچه

د انګرېزۍ (Continentality) کلیمه نورې ډېرې مانا ګانې هم لري خو په اقلیم پېژندنه کې یې مانا د لویو وچو او د سمندرونو د اقلیم د توپیر کچه ده. د ځمکې ګرمېدل یا سړېدل د ځمکې په نري قشر کې تر سره کیږي او د دې قشر ژوروالی د تودوخې ښکته کېدنه ټاکي. کومې خاورې چې وچې وي او شګه لري تودوخه تر زیات ژوروالي پورې رسیږي او لامل یې د تبخیر لپاره د لوندوالي نشتوالی وي.
 
د سمندرونو اوبه د ځمکې په پرتله ژر نه ګرمیږي او لامل یې له سطحې سره د اوبو له نورو اوبو سره حل کېدل، په اوبو کې د لمر د وړانګو حل یا له اوبو په اسانۍ تېرېدل کوم چې د تودوخې کوزېدنه تر څو متر پورې ممکنه کوي. له دې پرته ۹۰ % په سمندرې کې غورزېدونکې لمریزې وړانګې د تبخیر کېدو لپاره کاریږي او له همدې امله د سمندر تودوخه د ځمکې په پرتله ډېره ورو زیاتیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons