CryoSat – کرایو ساټ

د اروپا د فضایي ادارې سپوږمکۍ ده، د ځمکې په ټیټ مدار کې ده، فضا ته د لېږلو موخه یې په شمالي قطب کې د یخ د پراخوالي او ډبلوالي د کمېدو او زیاتېدو څارنه ده, د اقلیم د بدلون اغیز پر یخ مطالعه کوي له راغونډو شوو مالوماتو د سمندر د سطحې د لوړوالي د اټکل لپاره کار اخیستل کیږي. لمړۍ سپوږمکۍ د (CryoSat-1) په نامه وه او کله چې فضا ته توغول کېده کېده د لېږلو پر وخت ویجاړه شوه او بیا د دوېمې سپوږمکۍ د لېږلو هڅه وشوه کومې ته چې د (CryoSat-2) نوم اخیستل کیږي. دوېمه سپوږمکۍ په کال ۲۰۱۰ کې د اپرېل په اتمه نیټه د قزاقستان د کوسمودوروم له بایکونور څخه توغول شوې.
CryoSat-2 By ESA – P. Carril

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons