د فضا اغیزې – Effects of the atmosphere

لمریزه انرژي چې د فضا سر ته راورسیږي په منځۍ توګه ۴۶% د ځمکې سطحه جذب کوي خو دا نرخ په هر ځای کې توپیر کوي چې توپیر ېې د هر وخت د ورېځې شتون، د ځمکې د سطحې هواروالي او لوړوالي سره تړاو لري. که چېرې داسې سیمه وي چې هر وخت ورېځي وي د انرژي ډېره برخه بېرته فضا ته خپریږي او کمه برخه ېې ځمکه جذب کوي. د اوبو سطحه کمه د انعکاس وړتیا لري (۴–۱۰%) او په همدې وجه د انرژي زېاته برخه جذب کوي، د واورې سطحه د انعکاس منلو لوړه وړتیا لري (۴۰–۸۰%) او په همدې وجه د انرژي ډېره کمه برخه جذب کوي او دوړانګو ډېرې برخې ته بېرته انعکاس ورکوي. دلوړو عرض البلدونو هغه سیمه چې صحراګانې لري د اوسط اندازې څخه زېاته انرژي جذب کوي او وجه ېې په دې سیمو د فضا کم اغیز ده.

تقریبا ۲۳% انرژي په فضا کې د بخار شوو اوبو، ورېځو او په ټیټو سیمو کې د اوزون (ozone O3) لخوا په سټراتوسفېر ( stratosphere) کې — د ځمکې د فضا په طبقه کې ۵۰ کیلومتره پاسه — جذب کیږي. د سټراټوسفېر لخوا د انرژي جذب ځمکه له ماورای بنفش رڼا (ultraviolet light) څخه ساتي او سټراټوسفېر کې په منځنۍ توګه (15 تر 10 °C) تودوخه رامنځته کوي.

په فضا کې د جذب ډېره برخه په (ultraviolet and infrared wavelengths) کې رامنځته کیږي او له ۹۰% د لمریز طیف زېاته برخه چې د ۰.۴ او ۰.۷ μm یا له ۰.۰۰۰۰۲ تر ۰.۰۰۰۰۳ انچه پورې ده د شین اسمان په ورځ د ځمکې سطحې ته رسیږي.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons