Curriculum Vitae or C.V – کارمخینه

تعریف

په اوس وخت کې ېې ډېر خلک د سي وي (CV) په نامه پېژني چې د (curriculum vitae) لاتیني اصطلاح لنډیز ده او معنی ېې علمي, پوهنیزه تاریخچه یا کارمخینه ده. په کاناډا او امریکا کې ورته ریزومي (Resume) وایي خو له سي وي سره ېې محتوا کوم توپیر نلري.

د سي وي محتوا:

  • د شخصي پروفائل بیان
  • تر سره کړې دندې، خو ډېر وخت په دنده کې لاسته راوړنه
  • وړتیا او مهاروتونه
  • پوهنیز شالید او اوسنی په جریان کې پرمختګ
  • مشغولیتونه او د سرګرمۍ لپاره په یو څه کې دلچسپي

په ۲۰۰۴ کال کې د اروپا کمیسون او د اروپا پارلمان یوروپاس ته وده ورکړه؛ یوروپاس د کار مخینې یا سي وي یوه نسخه ده. د دې ودې ورکونې موخه دا وه چې د هرې ژبې خبرې کونکی په سي وي پوه شي او مسلکي کسان په نورو اروپایي ملکونو کې هم دندې وموندلای شي.

د کارمخینې یا سي وي په اړه تر اوسه سلګونه کتابونه لیکل شوي او همداسې که په ګوګل کې د سي وي لټون وکړئ نو زرګونه ځوابونه به ومومئ. له همدې امله ډېر خلک حیران دي چې سي وي څرنګه ولیکي، له کومه ځایه ېې پېل کړي، کومه بڼه به ېې سمه وي او ډېر خلک دا پوښتنه لري چې سي باید څومره اوږده واوسي.

په دې کتاب کې به ستاسې ټولو اندېښنو او سوالونو ته ځواب ووېل شي او تاسې به د یو رسمي سند لیکلو پوره وړتیا ولرئ.

ډېر خلک پوښتنه لري چې سي وي باید له کوم عمره ولیکل شي. د سي له پاره عمر نه ده ټاکل شوی خو وړاندیز دا ده چې د لیسې له دورې څخه پام ورته وشي.

په سي وي یا کار مخینه کې تل رښتیا لیکئ؛ په رښتیا ویلو یو تاثر جوړوی. د بڼې سموالی (د سي وي شکل یا فارم) تر ټولو اړین ده. په سي وي کې درې ډوله فنټ یا لیکبڼه (Arial , Times, Roman) کارولی شی. د فنټ یا لیکبڼې کچه له ۱۰ تر ۱۲ پورې کړئ. د سي وي په ټولو پاڼو کې تر ټولو اړینه پاڼه لومړۍ پاڼه ده. ګرامري تېروتنو ته پام وکړئ او د دې تر څنګ د ټکو سمه ایښودنه هم نظر کې ونیسئ. تل د (I) پر ځای د درېم کس لپاره ضمیر وکاروئ او د عامیانه اصطلاح ګانو له کارونې ډډه وکړئ.

 

Translator to Pashto: Zakria Rahimi

Writer: Paul H Brisk

Source: bookboon.com

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons