د لي څپې – Lee wave

په هوا پېژندنه کې غرونه دوه اړخونه لري او هر اړخ ېې جلا نوم لري. یو هغه اړخ په کوم کې چې د غره له لمنې د غره د څوکې په لور باد لږیږي، دا اړخ د (winward slope) په نامه یادیږي. بل اړخ چې د غره له څوکې دغه باد د غره د لمنې په لور کوزیږي او د (lee slope) په نامه یادیږي. د لي څپې (Lee wave) له څپو ډک د بادونو حرکت ده چې د غرونو په لي اړخ (lee slope) کې رامنځته کیږي. لمړۍ څپه د غره په څوکه کې وي چې له همدې څپې نورې څپې رامنځته کیږي. د دې څپو په افقي توګه اوږدوالی سره برابر وي، په برابره توګه خپله کې سره فاصله لري. که چېرې د غره په لي اړخ کې سمندر وي دا څپې د ورېځ د تولید لامل کیږي او دې تولید شوې ورېځ ته د څپو ورېځ ( wave clouds) وایي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons