سمویل پییر پونټ لنګلي – Samuel Pierpont Langley

د اګسټ په ۲۲ نېټه، کال ۱۸۳۴، د متحده ایالتونو د ماس په روګزبري سیمه کې زېږېدلی او د فیبروري په ۲۷ نېټه، کال ۱۹۰۶، د اېس سي په اېکن سیمه کې مړ شوی.

د امریکا د ستور پوهنې د فزیک متخصص (astrophysicist) وو. هغه یوه داسې اله جوړه کړه د کومې په ذریعه چې لمر مطالعه کېدای شو.

په (Boston Latin School) کې ېې زده کړې کړي. مخکې له دې چې په کال ۱۸۶۴ کې اروپا ته سفر وکړي د مهندسي او انجنیري بخشونو کې ېې کار کوه. کله چې په کال ۱۸۶۶ کې بېرته له اروپا امریکا ته ستون شو نو په انا پولیس اېم ډي کې (Annapolis, Md ) د امریکا د (U.S. Naval Academy) کې د ریا ضي د استاد د معاون په توګه دنده پېل کړه. په بل کې د ( University of Pennsylvania) کې د فزیک او ستور پوهنې پروفیسر شو یاد پوهنتون اوسمهال د (University of Pittsburgh) په نامه یادیږي. د لنګلي زېاته علاقه په ځمکه د لمریزو وړانګو اغیز کې وه. په کال ۱۸۷۸ کې ېې بولو متر (bolometer) اختراع کړ، یوه داسې اله وه چې هره دقیقه کې ېې د تودوخې توپیر مطالعه کولای شو. په عین وخت کې ېې د الوتنې په فزیک کار پېل کړ او په کال ۱۸۸۱ کې ېې له ربړ جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې. له دې الوتکو یوه چې د ( Langley aerodrome No. 5) په نامه وه تقریبا تر ۳۰۰۰ فټه پورې لوړه الوتنه وکړه. په کال ۱۸۹۸ کې د امریکا د حکومت لخوا مالي مالي مرسته ورکړای شوه او په کال ۱۹۰۳ کې ېې داسې الوتکې جوړې کړې چې انسانان پکې له یو ځای بل ځای ته انتقال کړای شي. په دې الوتکو کې رډییل ماشین چې ۵۲ هارس پاوره وو کارېدلی وو. په کال ۱۹۰۳ کې دا الوتکې دوه ځلې وازمویل شوې مګر دواړه ځلې په اوبو کې وغورزېدې او پیلوټ ېې چې چارلز ماتیو مینلي (Charles Matthews Manly) نومېده دواړه ځلې ژوندی پاتې شو. تر اوسه داسې کوم ثبوت نشته چې د دې الوتکو د الوتنو وړتیا وښي (دې الوتکو د الوتنو وړتیا نلرله ).

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons