د هټلر کتاب

د هټلر کتاب په پښتو کې (زما مبارزه) په جرمني کې (Mein Kampf)، په انګرېزۍ کې (My Struggle) یوه سیاسي تګلاره یا منشور ده چې اډولف هټلر لیکلې. د هټلر یوازینی بشپړ شوی کتاب ده چې د جرمني د نازیانو په رژیم کې د نازیانو یا ملي سوسیالیستان انجیل ګڼل کېده. په دوه جلد کې چاپ شوی لمړی جلد یې په کال ۱۹۲۵ او دوېم جلد یې په کال ۱۹۲۷ کې خپور شوی او لنډیز شوې بڼه یې په کال ۱۹۳۰کې راڅرګنده شوه. په کال ۱۹۳۹ کې ۵۲۰۰۰۰۰ کتابونه پلورل شوي وو کوم چې په ۱۱ ژبو کې ژباړل شوي وو.
 
لمړی کتاب ” د بدل اخیستو حل ” کوم چې په کال ۱۹۲۴ کې، د باوریا پوځي کلا، لینډزبرګ کې لیکل شوی وو چېرې چې هټلر بندي وو. په دې کتاب کې د هټلر د ځوانې په اړه، د لمړۍ نړیوالې جګړې په اړه، د جرمني د حکومت د ۱۹۱۸ کال د خیانت په اړه لیکل شوي. په دې کتاب کې د هټلر له فاشزیم ډکه نظریه هم خپره شوې: اریایان یې نابغه قوم ګڼلی او یهود یې پرازیت ګڼلي. هټلر یادونه کړې چې جرمنیان باید د خپل ژوند لپاره ځای وګوري، د روسیې له مارکسیزم څخه یې خپله کرکه ښودلې. همداسې یې په جرمنیانو غږ کړی چې باید له فرانسې انتقام یا بدل واخلي.
 
د هټلر په نظر باید ټول جرمنیان سره متحد شي، او د خپل رنګ یا نژاد ساتنه وکړي، دې ساتنې ته په نورو د حکومتولۍ شکل ورکړي او دې ته یې د سپېڅلي ماموریت نوم ورکړی. هټلر لیکلي ټول هغه کوم خلک چې له ښه نسل سره تړاو نلري نو بوس دي. هټلر ادامه ورکړې چې د یهودانو په نړیواله کچه له منځه وړل باید دوینو تویولو ډک بهیر وي.
 
کله چې له زندان څخه ازاد شو نو په کال ۱۹۲۴ ډسمبر میاشت کې یې د ملي سوسیالست خوځښت په نامه کتاب چاپ کړ په کوم چې د سیاسي پروګرام ټولیزه طرحه ده، د هټلر تروریستي طریقې دي. هټلر یادونه کړې چې جرمنیان باید له دواړو کار واخلي او په راتلونکې نوې جرمني کې یې پلي کړي. په لمړي کتاب کې یې د لغتونو تکرار او دوېم کې یې د ګرامر تېروتنې داسې ښي چې هټلر یوازې تر لیسې پورې زده کړې کړې وې او له هغې وروسته یې هېڅکله د لوست هڅه نده کړې. خو په خپلې بیسوادۍ یې داسې کتاب لیکلی وو چې د خلکو تېر وېستونکی وو او ټول هغه څه یې جرمني کې یاد کړي وو چې له امله یې خلک ناخوښ وو. په خپل کتاب کې یې ځان لوی ملتپال، د یهودو ضد، د ډیموکراسۍ ضد، د مارکسیزم ضد یاد کړی.
 
له جګړې وروسته د جرمني قانون د نازیانو په فلسفې او کتابونو بندیز ولګوه. ځینې نورو ملکونو کې چاپخونو د هټلر کتاب چاپ کړ چې د چاپ شوي هېواد په داخل کې او جرمني کې یې چاپ کېدنه وغندل شوه. په کال ۱، ۲۰۱۶ کې یې د چاپ حق پای ته ورسېده او زېاتو خلکو انلاین هم پوسټ کړ.
Picture by Unknown author of dust jacket; Adolf Hitler author of volume – This image is available from the New York Public Library’s Digital Library under the digital ID 487722: digitalgallery.nypl.org → digitalcollections.nypl.org, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=10043132

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons