سند

سند هر هغه د لمس وړ یا په سمبولیکه توګه ښودل شوی، ساتل شوی یا یاداشت شوي ته وایي کوم چې یوه فزیکي یا ذهني پېښه ثابتوي. سند یوازې فزیکي بڼه نلري په ځانګړې توګه په ډیجیټل وخت کې داسې ډیجیټل سندونه شته چې د لمس وړ ندي.
 
یو سند د لیکل شوي، یاد شوي او یا رسم شوي فکر ته وایي. په انګرېزۍ کې ورته (document) وایي او له لاتیني کلیمې (documentum) څخه اخیستل شوې او مانا یې ” درس ورکول ” او یا ” درس ” ده. د (doceō) فعل مانا ” په تېر وخت کې ورکړل شوی درس ” ده. دا کلیمه لیکل شوي ثبوت ته کارېده کوم چې د یو حقیقت ښودلو لپاره د شواهدو په توګه کارېده.
 
په کمپیوټري عصر کې دوسیه یا سند (document) یو داسې دوسیې ته وېل کیږي چې لیکل شوی متن پکې موجود وي چې په دې کې د خط ډولونه، رنګ او انځورونه هم شامل دي. سند یا دوسیه (document) په اوسني وخت کې له ثبوت او مدرک (documentation) سره توپیر لري چې ډېر مسلکي خلک یې هم تخنیکي توپیر ته ځینې وخت پام نه کوي. په یو سند کې مونږ تاریخ، نظریات، پېښې، بېلګې او هر نور څه وړاندې کولای او لیکلای شو.
 
د سند ډولونه
سند څو ډولونه لري لکه پټ یا د راز سند، شخصي او یا عامه سند، کله چې یو سند کاپي شي سرچینه او د اعتبار وړ اصلي سند وي.
 
په مختلفو رشتو کې سند د مختلف ډوله متنونو لپاره کاریږي
 
اکادمیک سند: قلمي نسخه، مقاله، خپرې شوې څېړنې، جورنال
سوداګریز سند: د راکړې او ورکړې لیکل شوی حساب، د مارکیټ په اړه ځانګړي مالومات، قرارداد، راپور او داسې نور…
دولتي سند: حقوقي سند، سیاسي سند، ډیپلوم، د اساسي قانون اسناد، تذکره، جوازونه لکه د موټر چلولو جواز…

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons