Giraffe – زرافه

د نسل نوم یې (genus Giraffa) ده، په دې نسل کې څلور ډوله شامل دي او څلور واړه ډولونو ته زرافه وېل کیږي. شخوند وهونکې، زرافه د بوټ یا سومان لرونکې او تی لرونکې ده. اوږدې پښې، اوږده غاړه لري او په سپین رنګ باندې یې نا منظم نسواري خاپونه موجود وي. زرافه په ټولو حیواناتو کې تر ټولو لوړ قد لري او نر یې ممکن تر ۵.۵ متره پورې لوړوالي ته ورسیږي. د ښځې قد یې تر ۴.۵ متره پورې امکان لري. د خوړو لپاره خپله نیم متر رانیونکې یا کش کوونکې (prehensile) ژبه کاروي. په غربي افریقا کې په هوارو وښو لرونوکو دښتو یا د خلاص لرګیو لرونکو ځنګلونو کې پیدا کیږي. د زرافې نسل (genus Giraffa) له څلور ډولونو جوړ شوی: شمالي زرافې (northern giraffe) د ډول علمي نوم یې ( Giraffa camelopardalis) ده، جنوبي سیمې زرافې (southern giraffe) د ډول علمي نوم یې (Giraffa giraffa) ده، مسای زرافه (Masai giraffe) د ډول علمي نوم یې (Giraffa tippelskirchi) ده، شبکه شوې یا جال زرافه (reticulated giraffe) د ډول علمي نوم یې (Giraffa reticulata) ده.
 
د زرافې قد تر څلور کلنۍ پورې لوړیږي خو وزن یې تر ۷ کلنۍ پورې زېاتیږي. نر یې تر ۱۹۳۰ کیلو ګرامه (۴۲۵۰ پونډه) پورې او ښځه یې ۱۱۸۰ کیلو ګرامه (۲۶۰۰ پونډه) پورې وزن کوي. لکۍ یې تقریبا تر یو متر پورې اوږده وي او په پای کې یو ډول تور وېښته چې په انګریزۍ کې ورته (tuft) وایي لري. دواړه نر او ښځه یې واړه لنډ ښکرونه لري. په غاړه کې ځواکمنې عضلې لري کوم چې د ملا تیر سره نښتي او د غاړې په خوځښت کې مرسته کوي، غاړه کې یې ۷ د شمزي مهرې موجودې وي. کله چې قدم وهي یوه اړخ ته یې دواړه پښې خوځیږي او که چېرې په څلورو پښو منډه وکړي نو په وروستۍ پښو ځان مخکې بیایي.
 
خپله کې سیمه نه ټاکي او تر ۲۰ پورې زرافې په ډله کې سره ژوند کوي. په شنو او لندو سیمو کې یې د استوګنځای سیمه تر ۸۵ کلیو مترمربع وي خو که چېرې چاپېریال وچ وي نو تر ۱۵۰۰ کیلو متر مربع پورې د ژوند کولو سیمه ټاکي. د سترګو لید یې ډېر ښه وي او کله چې یوه زرافه د زمري په لور وګوري نورې هم ټولې خپل پام هماغه لور ته اړوي. په ځنګل کې تر ۲۶ کالو پورې ژوند کولای شي خو په وحشي بڼ کې بیا تر دې څه موده زیات ژوند کوي.
 
زرافه د تازه شنو شو پاڼو خوړل غوره ګڼي ډېر وخت د اکاسیا اغزنې ونې پاڼې خوري. ښځه یې هغه خواړه خوښوي چې کم فایبر او زیاته انرژي لري. یو غټ نر یې په یوه ورځ کې تر ۶۵ کیلو ګرامه پورې خوراک کوي. ژبه او د خولې داخل یې په یوه سخت نسج پوښل شوي وي. د خپل بدن د اوبو ډېره برخه له خپلې وینې پوره کوي (کوم خواړه خې خوري اوبه لري) او په وچ موسم کې درې ورځې وروسته یو ځل اوبه څکي.
 
په څلور یا پنځه کلنۍ کې یې ښځه اومیندواره کیدای شي، د اومیندوارۍ نېټه یې تر ۱۵ میاشتو پورې وي او د کال په وچو بې بارانه میاشتو کې بچی زېږوي خو په ځینو سیمو د کال په هره میاشت کې امکان لري. د تازه بچي وزن یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. تر یوې اوونۍ پورې یې مور خپل تازه پیدا شوی بچی څټي تر څو د یوبل بوی وپېژني او له یوې اوونۍ په یوازېتوب کې له ژوند وروسته د نورو واړو بچیانو له ډلې سره یو ځای کیږي. که چېرې زمری یا کوږ لیوه یې پر بچیانو برید وکړي نو مور یې د بچي مخې ته دریږي او په وروستیو او مخکینیو پښو ښکاري ژوی په لغته وهي. خو بیا هم مورګانې یې ډېر وخت د خوړو او اوبو لپاره لرې تګ کوي او خپل بچیان یو ځای پرېدي او د مورګانو د نشتون څخه زمریان او کوږ لیوان ګټه پورته کوي.
 
کوم نران یې چې ۸ کلن یا تر دې زیات عمر لري په ورځ کې تر ۲۰ کیلو متره پورې تګ کوي او په غویمه شوو ښځو پسې ګرځي.

 

 

Picture by Miroslav Duchacek (from Czech Republic) – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=52383

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons