Hippopotamus – د اوبو اس

د ډول علمي نوم یې (Hippopotamus amphibius) ده او په انګرېزۍ کې ورته (hippo or water horse) نومونه هم اخلي. د افریقا دوه ژواکی او سومان لرونکی ژوی ده. له فیل څخه وروسته دوېم غټ ژوی ده. هیپوتاموس لفظ یونانی کلیمه ده او مانا یې د سیند اس ده. د اوبو اس د قدیم له وخت څخه پېژندل شوی.
 
ډېر وخت انسانانو د سیندونو، بندونو او ډنډونو په غاړو کې د لمر پیتاوي ته پراته حالت کې لیدلي او یا هم په اوبو کې د خوب په حالت کې لیدل شوي. په اوبو کې د ژوند کولو له امله او زیات وزن لرلو له امله له نورو ښکاري ژو محفوظ دي خو په کرنه کې د ویجاړي له امله، د زیاتې غوښې لرلو او غاښونو لپاره انسانانو ډېر زیات ښکار کړي. یو وخت په ټوله افریقا کې شته وو خو اوسمهال یوازې په ختیځه او مرکزي افریقا کې پیدا کیږي.
 
د اوبو اس ډبلې لنډې پښې او څورب غټ بدن، غټ سر، لنډه لکۍ او په هره پښه کې څلور نوکان یا ګوتې لري. هر ګوته یې د نوک په څېر سومان لري. نر یې تر ۳.۵ متره (۱۱.۵ فټه) پورې اوږد، تقریبا ۱.۵ متره (۵ فټه) لوړ او تر ۳۲۰۰ کیلو ګرامه (۳.۵ ټنه) پورې وزن کوي. نر یې له ښځې څخه ۳۰ % زیات وزن لري. په څنګونو کې یې پوستکی تر ۵ سانتي متره (۲ انچه) پورې ډبلوالی لري خو د بدن نورو برخو کې نری وي، پوستکی یې تقریبا بې وېښتو وي. خوله یې تقریبا تر نیم متر پورې وي او د لاندې کانین غاښونه یې تېره او تر ۳۰ سانتي متره پورې وده کوي.
 
سترګې، غوږونه او د پوزې سوریان یې د سر په پاسه برخه کې دي او ډېر وخت له اوبو څخه بهر وي او نور ټول بدن یې اوبو کې ډوب وي. خپل غوږونه او د پوزې سوریان بندولی شي تر څو اوبه پکې داخلې نشي. په اوبو کې تر پنځه دقیقو پورې ساه بنده ساتلای شي او کله چې له اوبو بهر را ووځي بدن یې ډېر ژر وچیږي او باید بېرته یې په اوبو کې لوند کړي تر څو خوله ونکړي. د پوستکي زیات مرغړي یې ګلابي یا سور رنګه غوړ ترشح کوي کوم چې د لمر د ماوراء بنفش وړانګو په مخنیوي کې مرسته کوي.
 
د اوبو اس کمې ژورې اوبه خوښوي چېرې چې نیم ډوب شوی ویده کېدلای شي. په وچ موسم کې ممکن ۱۵۰ د اوبو اسان یوازې یو ډنډ کې ژوند وکړي. د قحطي یا وچکالۍ موده کې له یوې سیمې بلې ته کډوال کیږي او د کډوالۍ پر مهال ډېری مړه کیږي. د شپې لخوا د اوبو تقریبا ۱۰ کیلو متره (۶ مایله) په بلدو لارو کې ګرځي او تر ۶ ساعتو پورې په وښیزو سیمو کې ځان تغذیه کوي. واښه په خپلو ډبلو شونډو کې نیسي او د سر په ښورولو سره یې شکوي، خپل کانین غاښونه د دفاع لپاره کاروي. کله چې په وښو کې ګرځي د وښو لویه برخه د پښو لاندې کوي. په یوه شپه کې تقریبا تر ۳۵ کیلو ګرامه پورې واښه خوري. بدن یې کمې انرژۍ ته اړتیا لري او لامل یې تل په ګرمو اوبو کې خوب کول دي. د اوبو اس وښو باندې شخوند نه وهي خو په معده کې یې واښه تر ډېرې مودې پاتې کیږي او د تخمیر کېدو له لرې پروتین ترې جذب کوي. د هاضمې بهیر او دوران یې د افریقا په سیندونو کې خورا زیات پروتین پرېدي کوم چې د کبانو خواړه دي او کبان د سیمه ایزو خلکو خواړه دي.
 
د اوبو د اس ښځه جنسي بلوغیت ته د ۷ کلنۍ او پنځلس کلنۍ تر منځ او نر یې د ۶ کلنۍ او دیارلس کلنۍ تر منځ رسیږي. په بندو ساتل شوو ځایونو کې د ۳ او ۴ کلنۍ ترمنځ جنسي بلوغیت ته رسېدای شي. کوم نر چې له ۲۰ کالو څخه زیات عمر لري له ډېرو ښځو سره د جنسي نزدیکت پیل کوي. د جنسي نزدیکت لپاره خپله سیمه تر ۱۲ کالو یا زیاتې مودې لپاره ټاکي او په دې موده کې نور هغه نران هم مني کوم چې د مثل د تولید هڅه نکوي. په وچ موسم کې ښځې په ټاکل شوې سیمه کې سره راغونډیږي او په دې وخت کې تر ټولو زیات جنسي نزدیکت کوي. که چېرې د بلې سیمې نر د جنسي نزدیکت پر وخت سیمې ته داخل شي کم وخت خپلمنځ کې نښته کوي. نښته یې هم ډېر وخت شور جوړول، یو ډول شړپ شړپ غږ کول او د غاښونو ښودل وي خو ممکن یو بل په څنګونو کې په خپلو لاندې کانین غاښونو په غاښ کړي. خپله کې یو بل د بوی په مرغړیو پېژني او د شپې لخوا یو بل پسې شاته تګ کوي.
 
د اومیندوارۍ نیټه یې ۸ میاشتې وي او تازه پیدا شوی بچی یې تر ۴۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري. بچیان یې کولای شي خپل غوږونه او د پوزې سوریان بند کړي او د اوبو لاندې غوټه ووهي که چېرې د اوبو په سر وي ډېر وخت د خپلې مور په ملا سپاره وي. په یوه میاشتینۍ کې په وښو خوړلو پیل کوي او په ۷ یا ۸ میاشتینۍ کې یې مور له خپل تي جلا کوي. هر دوه کاله وروسته یو بچی زېږوي. په واړه بچیانو یې کوږ لیوه، تمساح، او زمریان برید کوي. په بندو ځایونو کې تر ۶۱ کاله پورې او په وحشي ژوند کې تر ۴۰ کالو پورې ژوند کولای شي.

Picture by Nevit Dilmen (talk) – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=11256955

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons