Wood frog – ځنګلي چونګښې

د ډول نوم یې رانا سیلواتیکا (Rana sylvatica) ده، د رانیدای کورنۍ غړې دي، په ځنګلونو او ګڼو ونو لرونکو سیمه کې ژوند کوي. د سوړ اقلیم چونګښې ګڼل کیږي چې د متحده ایالتونو له شمال ختیځې سیمې نیولې تر الاساکا او کاناډا پورې پیدا کیږي.
 
قهوه اي یا نصواري رنګ لري، د بدن اوږدوالی یې تر ۸.۲۵ سانتي متره (۳.۲۵ انچه) او وزن یې تر ۸ ګرامه پورې رسیږي. د پسرلي په پېل کې په هغو ډنډونو کې د مثل تولید کوي چې د واورې له ویلې کېدو او یا د ژمې د پای بارانونو رامنځته کړي وي. د هګیو شمېر یې له څو سوه تر څو زره پورې وي، بچیان یې ژر وده کوي خو وده یې د هوا له تودوخې سره تړلې ده. نر یې د هیلۍ بق یا کواک غږ ته ورته غږ کوي.
Lithobates sylvaticus (Woodfrog)
Lithobates sylvaticus (Wood frog) By Brian Gratwicke

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons