Spring peeper – په پسرلي کې شپېلک وهونکې چونګښې
د ډول نوم یې پسودکریس کروسیفر (Pseudacris crucifer)، وړې د ونو چونګښې دي، د های لیدای کورنۍ (family Hylidae) غړې دي، د متحده ایالتونو په ختیځو ځنګل لرونکو سیمو کې ژوند کوي، کاناډا کې هم شته دي. لوړ شپېلک ته ورته غږ کوي، د مثل د تولید وخت یې په پسرلي کې ده. واړه بچیان یې له دوه تر درې میاشتو پورې د شکل تغیر (metamorphose) کوي. د بدن رنګ یې نصواري، زیتون ته ورته او یا قهوه اي وي. اوږدوالی یې له ۲ تر ۳.۵ سانتي متره (۰.۷۵ تر ۱.۳ انچه) پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!