تونګارا چونګښې – Tungara frog

د ډول علمي نوم یې فیسالایموس پوستولوسوس (Physalaemus pustulosus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Central American mud-puddle frog) هم اخلي، په مکسیکو او متحده ایالتونو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې نصواري ده او په کومو پاڼو کې چې ژوند کوي همغو پاڼو ته ورته ده. کله چې باران وشي نران یې دباران د اوبو ډنډونه لټوي او له دې ډنډونو د قت قت، چړ چړ، میو میو په څېر په ښځینه چونګښو پسې غږ کوي. خو دغه غږ یې یوازې نورې چونګښې نه خبروي بلکې د دې چونګښو ښکار کوونکي ژوي لکه ماران، اوپوسم او د اسمان څکالي هم ورپسې راځي تر څو په دې چونګښو خپل ځان تغذیه کړي. کوم نر یې چې غږ کوي په اوبو کې په لامبو وهلو بوخت وي او غږیزه کیسه (vocal sac) یې دواړو اړخونو ته پړسېدلې وي. ځینې نران دې نرانو ته په غږیزه توګه ځواب وایي خو ځینې چپتیا غوره کوي.
 
کله چې ټولې چونګښې راشي او نران له ښځو سره جوړه شي ښځینه کوښښ کوي چې نر د جنسي نزدیکت لپاره د غږ له سایټ یا ځایه ځان سره کومې ګوښې ته بوځي. د جنسي نزدیکت ځای کې تر یو ساعت پورې په ځاله جوړولو تېروي په کومه کې چې ښځه جېل ته ورته ماده او هګۍ کوي او په قف ډوله ماده بدلیږي. جنسي نزدیکت یې لاندې انځور کې وګورئ!
 
له دوه ورځو وروسته دا هګۍ په بچیانو بدلیږي او بچیان یې له دې قف څخه د اوبو ډنډونو ته ځي. بچیان د شکل له تغیر څخه وړاندې په خوسا شو توکو ځان تغذیه کوي. که چېرې د اوبو ډنډونه وچ شوي وي نو بچیان یې د همدې قف لاندې سره را ټولیږي چېرې چې تر پنځه ورځو پورې ژوندي پاتې کېدای شي. کله یې چې بچیان د شکل د تغیر دوره (metamorphosis) پای ته ورسوي له هغې تر درې میاشتو وروسته پورې خپله د مثل تولید کولای شي
Tungara frog (Physalaemus pustulosus)
Tungara frog (Physalaemus pustulosus) By Brian Gratwicke

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons